د سل توپونو سیالۍ چې ۷ ورځې وروسته په انګلستان کې پیلیږي، پکې راشدخان، محمدنبي عیسی خېل، قیس احمد او مجیب الرحمن هم اخیستل شوي دي.
دې سیالیو کې ټولې اته لوبډلې شاملې دي، چې ۱۶ ښځينه لوبغاړې هم پکې موجودې دي او د ځېنو لوبډلو لوبډلمشري به هم ښځينه لوبغاړې مخته یوسي.
د دې سیالیو اصول
هره لوبډله به سل توپونو ترسره کوي او مقابله لوبډله به یې لوبوي.
یوه لوبډله کولی شي د پیچ اېنډ یا د بالېنګ سایډ له لس توپونو وروسته بدل کړي، یعنې ځېنې نړیوال پیچونه داسې دي، چې له دواړو خواوو یا سرونو څخه یې توپ اچونه کېدای شي، په سل توپونو لوبو کې به هم یو طرف لس توپونه بعد بدلېږي.
هر بالر کولای شي یواځې شل توپونه ترسره کړي، په داسې حال کې چې په شل اوریزو لوبو کې هر بالر څلور اورونه یا ۲۴ توپونونه کوي.
هره لوبډله کولای شي چې دوه نېمې دقیقې سټراټېژیک ټایم اوټ واخلي، ترڅو مشورې وکړي.
هره لوبډله به ۲۵ توپونه پاور پلی لوبوي، په داسې حال کې چې په شل اوریزو لوبو کې د پاور پلی اورونه ۶ دي، چې ۳۶ توپونه کېږي.
په پاور پلی کې به دوه فیلډران لکه د نور کرکټ په څېر له دایرې بهر وي.
په دې لوبوکې به ریوو سیستم هم وي، چې د انګلستان په کورني کرکټ کې لومړی ځل دي، چې ریوو سیستم رامنځته کوي.
یو بالر کولای شي پنځه توپونه یا لس توپونه په یو ځل ترسره کړي.
د سل توپونو ګټې
د سل توپونه لوبه د شل اوریزو لوبو په پرتله کم وخت نیسي او نن سبا خلک لنډ وخت نیوونکې لوبې ګوري، ځکه خلک مصروفه دي او ډېر وخت نه لري، چې اوږدې لوبې وګوري.
د کرکټ په ډول کې یو نوی فارمټ ور اضافه شو.
د لومړي ځل لپاره په لیګ لوبو کې ښځينه او نارینه لوبغاړي په مشترک ډول لوبېږي او ښځينه یې لوبډلمشري کوي، چې د ننداره کوونکو توجه رااړوي.
بالر پکې ښایي ډېر وټکېږي او توپوهونکي ته ګټه رسوي.
ځکه هر توپوهونکی به هڅه کوي، چې غټ شاټونه ووهي او خپل هدف لوړ کړي.
تاوان یې
تاوان یې دا دی چې د لنډو لوبو په ایجاد سره بیا شل اوریزو، پنځوس اوریزو او ټېسټ لوبو ته خلک ترجیح نه ورکوي او ښایي د ننداره کوونکو له اړخه ډېرې کمزورې شي.
د کرکټ لیګونه ورسره ډېر شول، اوس عربو اماراتو اعلان کړی، چې د ۹۰ توپونو لیګ به راباسي.