حیدر اباد لوبډلې د افغانانو غم کې ځان شریک کړ

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

 د هندوستان د کورني کرکټ په مشهوره «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې لوبیدونکې سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې د افغانانو په غم کې ځان شریک وګڼلو.

دغې لوبډلې د یولسم پړاو «آي پي ایل» سیالیو پای لوبې ته د ورتګ په موخه په خپلې مهمې سیالۍ کې د چینايي سوپر کینګز لوبډلې خلاف په ننګرهار کې د کرکټ په یو لوبغالي کې د بمي چاودنو له کبله د زیات شمیر عام وګړو پر مرګ ژوبلې د خپلو لوبغاړو پر مټو د تورې پټۍ پر لګولو افغانانو سره همدردي وښوده.’

سنرایزرز حیدر اباد هغه لوبډله ده، چې پکې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوه افغان لوبغاړي محمد نبي عیسی خیل او راشد خان د لوبیدونکو لوبغاړو په ډله کې شامل دي او د همدوي په خاطر یې

په دغه پیښه کې د افغانانو په غم کې ځان شریک وګڼو.

 د افغانستان کرکټ بورډ هم د خپلې رسمي پاڼې څخه د حیدر اباد لوبډلې د مسولینو او ټولو لوبغاړو څخه مننه کړې ده، چې د افغانانو سره یې د خپلو لوبغاړو پر مټ د تورو پټیو په لګولو افغانانو سره خپله همدردي وښوده.

۴ ورځې وړاندې د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د سپین غر کرکټ لوبغالي کې د رمضان جام شپنیو کرکټ سیالیو ته تیاریو په جریان کې د یوې تمریناتې لوبې پر مهال ۳ پرلپسې چاودنې وشوې، چې پکې ۹ تنو خپل ژوند د لاسه ورکړ او تر ۴۰ زیات د کرکټ نندارچیان پکې ټپیان شول.

دغه برید نه یوازې په افغانستان کې د کرکټ لوبغاړو او خلکو ته خواشینونکی و؛ بلکې نړیوالو هم دغه کړنه یو نه بښونکی جنایت یاد کړ.