«که کرېس ګېل د اسټرالیا پر وړاندې ښه ونه ځلېږي؛ نړیوال جام کې یې اخیستل ظلم دی»

سپینه تجريدي ډیزاین

د ویسټ انډیز پخواني چټک توپ اچوونکي سر کورټلي امبروز په یوه راډیویي مرکه کې ویلي، که چېري کرېس ګېل د اسټرالیا پر وړاندې پنځه لوبو کې ښه ونه ځلېد؛ نو نړیوال جام کې یې باید په نه اخیستلو غور وشي.

د تېرې جمعې په ورځ اسټرالیا او ویسټ انډیز په سېنټ لوشیا کې د پنځه شل اوریزو لوبو سیریز پرانیست، چې لومړۍ لوبه ویسټ انډیز په اتلس منډو وګټله، خو کرېس ګېل پکې یواځې ۴ منډې کړې وې.

دویمه لوبه هم ویسټ انډیز په ۵۶ منډو وګټله، چې کرېس ګېل پکې ۱۳ منډې کړې وې.

درېیمه لوبه سبا سهار ۴ بجې ترسره کوي، که کرېس ګېل په راتلونکو درې لوبو کې ښه لوبه ونه کړي، نو د نړیوال جام پر وړاندې کمپاین ته به یې ستر زیان واوړي.

کرېس ګېل چې د شل اوریز کرکټ پاچا بلل کېږي، په ۲۰۱۶ کې یې د انګلستان پر وړاندې یوه لوبه کې ۱۰۰ ناسوځېدلې منډې وکړې او دا نړیوال جام هم ویسټ انډیز وګاټه.

کرېس ګېل له دې وروسته لوبو کې سم نه دی ځلېدلی، په ۲۰۱۷ کې یې د انګلستان پر وړاندې یوه لوبه کې ۴۰ منډې وکړې او یوه بله لوبه کې یې ۳۲ ناسوځېدلې منډې کړې وې.

خو په ۲۰۲۱ کې یې لوبه خورا خرابه شوې ده، ده د افریقا پر وړاندې پنځه لوبو کې ټولې تر ۶۰  منډې کړي دي، چې اورېج خورا کم دی.

د کورټلي خبرې

ګېل یو باتجربه لوبغاړی دی، هغه اوس ۴۱ کلن دی، که چېري هغه ځان ثابت کړي هغه اوس هم داسې توپوهونکی دی، چې بالرانو باندې سر ګرځولی شي.

خو اوس هغه داسې معلومیږي چې فوم کې نه دی، اوس هغسې نه برېښي لکه مخکې موږ لیدلی او لوبې یې کولې؛ هغه ډاډه نه برېښي، داسې نه ښکاري چې هغه به ډېرې منډې جوړې کړي، که چېري د اسټرالیا پر وړاندې ونه ځلېږي، باید مخکې ده ته د لوبېدو موقع ورنه کړو او ځوان لوبغاړي یې باید ځای ونیسي.