امریکايي سناتور: امریکايي ځواکونو به اړ شي چې بېرته افغانستان ته ستانه شي

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره

امریکايي سناتور او د امریکا د هوايي پوځ پخواني چارواکي آدم کینزینګر په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې وضعیت له تمې سره سم مخ ته نه ځي.

دده په خبره ښايي امریکايي ځواکونه اړ شي چې بېرته افغانستان ته ستانه شي ځکه په دغه هېواد کې جګړې لا هم روانې دي او وضعیت ترینګلی دی.

دده په وینا طالبانو جګړې شدیدې کړې دي او په وینا یې هېڅ داسې ثبوت نشته چې وښيي دغه ډلې له القاعده شبکې سره اړیکې پرې کړې دي، خو بیا هم امریکا له دغه هېواد خپل ځواکونه ایستلي.

هغه په دې حساسو شرایطو کې له افغانستان د امریکایي ځواکونو ایستل ستره تېروتنه بللې ده.

نوموړي دا هم ویلي چې د بایډن حکومت په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه هېڅ راز وضاحت نه ورکوي او خلک حق لري چې په رامنځ ته شوي ابهام پوه شي.

بلخوا ولسمشر غني په هېواد کې له سیاسي څېرو او جهادي شخصیتونو غوښتي چې له هېواده د دفاع په واحد صف کې ودرېږي.

د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني تېر ماښام له پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي مصالحې عالي شورا له رییس ډاکټر عبدالله عبدالله او جهادي شخصیت استاد سیاف سره کتلي دي.

په دې لیدنه کې د سولې پر وروستیو پرمختګونو او همدا راز د جګړې د کمولو پر څرنګوالي بحثونه شوي دي.

ولسمشر غني ټینګار کړی دی چې سیاسي شخصیتونه او جهادي مشران باید له نظام ددفاع په واحد صف کې ودرېږي او اجازه ور نه کړي چې پردۍ دسیسې بریالۍ شي.

په اعلامیه کې راځي چې ټولو اړخونو په هېواد کې د سولې د راتګ لپاره د هڅو پر چټکتیا، ولسواکۍ پر دفاع او نظام پر ساتنه ټینګار کړی دی.

په ورته وخت کې په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال ویلي چې دوی د افغان حکومت تر څنګ ولاړ دي او خپلې اړیکې به لا پیاوړې کوي.

دده په وینا اجازه نه ورکوي چې تېرې شل کلنې لاس ته راوړنې له خطر سره مخ شي.

حنیف اتمر بیا ویلي چې افغانان سولې ته اړتیا لري او امریکا ته په کار ده چې په دې برخه کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي.

دده په وینا امریکا باید د افغان سولې په اړه د سیمه ییزې اجماع د پیاوړتیا لپاره لا ډېره هڅه وکړي او نړیوال دې ته تیار کړي چې په افغانستان کې له دایمي سولې سره رښتینې همکاري وکړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي