په ماشومانو کې د زده‌کړې ګډوډي – مرکه

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
مرکه صديقه پوپلزۍ او استاد امرخېل

د ښوونځي په درېیم ټولګي کې وم، په ټولګي کې به مو تل ټنبل او لایقه زده کوونکي یو بل ته برګ وو ځکه هرکله به چې لایقو زده کوونکو ښې نمرې اخیستې نو ټنبلو به کینه ورسره کوله، او کله ناکله خو به همدا کینه په جنګ هم بدلېده، د دې تر څنګ مو ټولګي کې یوه بله ډله زده کوونکي هم وو چې هېڅ یې نه زده کېدل هغوی به یوازې تلل او راتلل حتا کله ناکله به هغه خپل کتابونه هم پرې درانده شول، ښوونکی به چې ټولګي ته راغی لومړی به یې له همغو زده کوونکو څخه د تېر درس پوښتنه کوله چې زده به یې نه وو، چې زده به یې نه وو نو بیا به شنې لښتې وې او د همدې نالایقه زده کوونکو لاسونه. یوه ورځ مې ښه په یاد دي چې یوه ښوونکي یو زده کوونکی هغومره وواهه چې پرې ستړی شو او یاد زده کوونکی بیا ښوونځي ته رانغی دا د یوه ټولګي ریښتینې کیسه وه خو لامل څه دی چې تل د افغان ښوونځیو په ټولګیو کې کیسه د ښوونځي تر پرېښودو پورې رسیږي او د یو کس راتلونکی له ننګونو سره مخ کیږي؟ پر همدې موضوع مو له وتلي ارواپوه ښاغلي عبدالجلیل امرخېل سره مرکه کړې، حتما یې ولولئ.

پوپلزۍ: سلامونه استاد هیله ده چې له سالم صحت څخه به برخمن یاست، استاد په ښوونځیو کې د وهلو ټکولو لوی لامل څه دی؟
امرخېل: سلام تاسو او درنو لوستونکو ته هیله لرم چې له کرونا او نورو افتونو به په امن کې یاست. په ښوونځیو کې د وهلو ټکولو او ښوونځي پرېښودو لوی لامل د زده کړې ګډوډي ده ځیني ماشومان له ماشومتوبه په یوه ځانګړې تګلاره زده کړه نشي کولای او ښوونکي تل یوازې له یوې تګلارې ګټه پورته کوي چې دا بیا ډېر ځله وهلو ټکولو او له درس نه زړه توري کېدو ته لار هواروي. په یویشتمه پېړۍ کې که یو زده کوونکی څه نه زده کوي یا څه نشي زده کولای زده کوونکی نه بلکې ښوونکی پړ دی ځکه د زده کړې لپاره سلګونه نوې تګلارې شتون لري چې افغان ښوونکي یې یوازې په یوه تګلاره بلد دي او که هغه تګلاره پایله ورنه کړي نو د رټلو وروستۍ کچه (وهل ټکول) کاروي چې د وضعیت د رغولو پر ځای حالت ناروغ لوري ته بیايي او د ماشوم اروایي اړخونه زیانمنوي، د بېلګې په توګه ځان درناوی او پر ځان باور یې ټیټېږي او ټولنیز اضطراب پیدا کوي، د زده‌کړیزې ارواپوهنې متخصص ثراندایک وایي: هرکله چې موږ پر ماشوم لاس پورته کوو نو ۵۰ روغې تګلارې تر شا پرېږدو او وروستۍ یې چې وهل دي، کاروو چې د تل لپاره د ماشوم راتلونکی له ننګونو سره مخ کوي.

پوپلزۍ: استاد تاسو د زده‌کړې ګډوډۍ ته اشاره وکړه دا څه ډول ګډوډي ده؟
امرخېل: د زده کړې ګډوډي د مغزي ودې د ګډوډیو په قطار کې یوه مشهوره ګډوډي ده چې د امریکا د ارواپوهانو ټولنې (APA) د اروایي ګډوډیو د تشخیص په پنځم منول DSM-5 کې د LD یا Learn Disorder په نوم یاده کړې، د دې ګډوډۍ پر مهال ماشوم په لیکلو، لوستلو، حفظ، تلفظ او ریاضي کې ستونزه لري، یاد ماشومان په دې مواردو کې د پرمختګ لپاره لازم وخت، بېلابېلو تګلارو او مسلکي کار ته اړتیا لري او له نېکه‌مرغه که له ماشومتوبه کار پرې وشي او بشپړ له منځه ځي.

پوپلزۍ: استاد څنګه پوه شو چې ماشومان د زده کړې ګډوډي لري؟
امرخېل: هغه ماشومان چې پر دې ګډوډۍ اخته وي تل پۀ ښوونځي کې لږې نمرې اخلي، له زده کړو شکایت لري، د درس له تکرار څخه ستړی کیږي، تل د درس او ښوونځي د ترک خبرې کوي، تل له ښوونځي څخه تېښته کوي، د خپلو همزولو په پرتله یې پر ځان باور ډېر لږ وي، تل د نورو له لوري آزار ویني، حروف او حساب سرچپه لیکي، ډېرځله په تلفظ کې هم ستونزې لري، لیکل یې د لوستلو وړ نه وي، د لوستلو پر مهال له هر لسو کلیمو څخه یوازې څلور یې لوستلای شي او نورې مس کوي او…

پوپلزۍ: استاد ولې ماشوم پر دې ګډوډۍ اخته کیږي؟
امرخېل: درې اړین لاملونه شتون لري چې د دې ګډوډۍ په منځته راتګ کې ستر رول لوبولای شي، لومړی له هغو چاپېریالي لاملونه دي چې له وخت څخه وړاندې د ماشوم زېږېدنه، د نوي زېږېدلي ماشوم لږ وزن، او له زېږون وړاندې نېکوټیني موادو سره مخ کېدل پر دې ګډوډۍ د اخته کېدو شونتیا ډېروي، وروستی مورد یې ډېر اړین دی ځکه دلته سګرټ نسوار او نور مواد د بحث وړ دي یاني که مور سګرټ ونه هم وهي بلکې کله چې خاوند سګرټ وهی او مېرمنه یې په خوا کې ناسته وي دا هم ددې ګډوډۍ احتمالي لامل دی.
د لاملونو دویمه ټولګه ژنټیکي او فزیولوژیکي لاملونه دي داسې ښکاری چې د زده کړې ګډوډي په ځینو کورنیو کې ډېره لیدل کیږي. څېړنې ښیي چې د په لوستلو او ریاضي کې ستونزې د نورو په پرتله د نیږدې خپلوانو په سلسله کې ډېرې لیدل کیږي.
درېیم لامل یې هم وراثت دی د زده‌کړې د ګډوډیو ځیني څانګې په ارثي ډول نسل په نسل لېږدېږي او تر ډېره همداسې پاتې کېږي.
کلتوری لاملونه هم شته د بېلګې په توګه ښایي ډېر شمېر کوچیان د زده کړې ګډوډي ولري ځکه د هغوی کلتور همداسې نالوستی دی.

پوپلزۍ: د زده کړې ګډوډي په ورځني ژوند کومې ناوړه اغېزې پرېښودلای شي؟
امرخېل: له بده‌مرغه د زده‌کړې ګډوډي په اخته کس، ټولنه او کورنیو بدې اغېزې شیندي، د بېلګې په توګه یو کس د زده کړې د ګډوډۍ له امله ښوونځی پرېږدي، له همدې امله بېکاره پاتې کېږي او ژوند یې له بېلابېلو ننګونو سره مخ کېږي (خپله کس ته زیان رسېدل) دا کس باید د خپل ژوند د پر مخ بیولو لپاره یوه لاره پیدا کړي، ټولې روغې لارې ازمایي خو یوه یې هم نه بریالۍ کیږي بالاخره ستړی کېږي او ناروغو لارو ته مخه کوي د بېلګې په توګه غلا کوي چې له حیثیتي اړخه کورنۍ ته لوی زیان دی، همدارنګه یاد کس په یوه برخه کې ځانګړې وړتیا لري خو نشي کولای چې ګټه ورڅخه واخلي بالاخره د ټروریستي ډلو لاس ته ورځي هغو یې وړتیاوې ټیسټ کوي بالاخره دا مومي چې یاد کس په تخنیکي برخه کې ځانګړې وړتیا لري هغوی یې دا وړتیا په کار اچوي، د بمونو جوړولو برخه کې ګټه ور څخه اخلي او ښارونه پرې ورانوي (دا یې ټولنې ته لوی زیان دی).

پوپلزۍ: په ماشومانو کې دا ګډوډي تر کومې سلنې پورې لیدل کېږي؟
امرخېل: د لوستلو، لیکلو او ریاضي برخه کې ګډوډي شاوخوا ۵-۱۵% ماشومانو کې شتون لري.

پوپلزۍ: استاد د وروستۍ پوښتنې په توګه که راته ووایاست چې، حل لاره یې څه ده او دې برخه کې ماشوم سره څه وکړو؟
امرخېل: د دې ګډوډۍ د له منځه وړلو لپاره اسانه لارې شتون لري چې زه یې دلته څو لارو ته اشاره کوم:
ماشوم ته په جزيي لارو زده کړه ورکول، مثلا ماشوم ته د “کتاب” د کلمې د ور زده کولو پر مهال د فشار راوړلو پر ځای کلمه په سېلابونو ووېشئ یاني (کِ) بېل او (تاب) بېل ورزده کړئ که یې زده نشو بېړه مه کوئ ماشوم ته وخت وخت ورکړئ له یو ساعت وروسته به یې حتما زده‌ کړي، د دې پروسې پر مهال د ډېر جزيي پر مختګ پر مهال هم ماشوم ډېر زیات وهڅوئ ځکه هڅونه د دې ګډوډۍ په له منځه وړلو کې ۵۰% مرسته کولای شي.
د لیکلو پر مهال یې له قلم نیولو بیل کړئ یاني لومړی ماشوم ته قلم نیول ور زده کوړئ وروسته لوی توري ولیکئ حروف دوه خطه کړئ تر څو منځ خالي پاتې شي وروسته له ماشوم څخه وغواړئ چې یاد خالي ځایونه په په بېلابېلو رنګونو رنګ کړي د دې کار لپاره له تشو انځوریزو کتابچو څخه هم ګټه پورته کولای شئ، ورو ورو یاد حروف واړه کړئ او تر عادي کچې یې ورسوئ وروسته نیمه حروف همداسې ور زده کړئ ورپسې د یو سېلابیزو کلمو لیکل ورزده کړئ او همداسې مخته ولاړ شئ.
د حساب زده کړې لپاره له عملي لارو کار واخلئ د کوښښ وکړئ لومړی ماشوم ته د حساب مفهوم ور زده کړئ ځکه د ۴ لیکل په لومړیو کې اړین نه دي بلکې مانا یې اړینه ده (۴ یاني♥♥♥♥ زړونه) کوښښ وکړئ چې حوصله له لاسه ور نه کړئ ماشوم ته وخت ورکړئ او مخته ولاړ شئ.

پوپلزۍ: مننه استاد چې وخت مو راکړ، خوشاله اوسئ.
امرخېل: هیله کوم له تاسو او د یاران سایټ له ټولو همکارانو مننه چې د ارواپوهنې غږ د هېواد ګوټ ګوټ ته رسوي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.