د من فلم ٢٢ کلونه وړاندې ريلېز سو،خو اوس هم په بيا،بيا کتلو ارزي.
٩٠يمه لسيزه په باليووډ سېنما کې د عاشقانه او رومانتيکو فلمونو تر ټولو ټاپ دوره وه او اکثره فلمونه يې د يادګار په حیث پاته سويدي.
ددې ډلې څخه يو هم “من” فلم دی چې په ډېر ځلې کتلو ارزي.
ددې فلم لارښود اندر کمار دی،مرکزي رول کې عامرخان او منيشا کويرالا لوبېدلي دي، د ١٩٩٩ز د جولای په نهمه ريلېز سو ،د جوړېدو بوديجه يې ١٢ کروړه وه،ټولټال ٢٨ کروړه هندۍ روپۍ يې وګټلې او د متوسط لقب يې وګټی.
دې فلم کې دېو (عامرخان) او پرييا (منيشا) د سفر پرمهال پر يوبل مئينېږي پداسې حال کې چې پريا د خپل ملګري (انيل کپور) سره لا له وړاندې کوزده کړې وي خو تقدير د دوی په ژوند کې هغه بدلونونه راويستل چې دوی يې فکر لا نه وو کړی.
د “من” فلم تر ريلېز وړاندې يې خورا ډېر شور جوړ کړی وو خو دا چې منتقیدينو ضعیف ياد کړ نو ځکه يې د پام وړ فروش ونکړ،همدارنګه ياد فلم په هيڅ نندارې کې د ايوارډ لپاره نوماند نسو.
ددې فلم موسيقي سنجو درشن جوړه کړې،شاعري يې سمير جوړه کړې،پداسې حال کې چې سندرو یې د کال د غوره سندرو نوم او لقب خپل کړی وو.
ددې فلم په اړه ځيني حقيقتونه:
دا فلم که څه هم ښه تجارت يې ونکړ خو د ٩٠يمې لسيزې د محبوب ترینو او د عامرخان د غوره فلمونو څخه شمېرل کېږي.
يوازې پدې خاطر چې د فلم جوړوونکی اندر کمار د عامر خان نيږدې ملګری وو او د “دل” او “عشق” په فلمونو کې يې ورسره کار کړی وو ،نو ځکه يې فلم انتخاب کړ ،پداسي حال کې چې تر “من” فلم وروسته یې بيا په هيڅ فلم کې ورسره کار ونکړ.
تر عامرخان مخکې اکشي کمار ته دا فلم پشنهاد سوی وو خو هغه رد کړی وو.
ددې فلم لپاره لومړی ايشواریا رای،ننديتا داس او تبو انتخاب سوي وه خو دوی رد کړ،وروسته منيشا کويرالا ورته انتخاب سوه.
“من” فلم د عامرخان او انيل کپور لومړنی ګډ فلم وو او راني مکرجي هم په يوې سندري کې رول ادا کړیدی.