د ۲۰۱۹ نړیوال پنځوس اوریز جام وړاندې چې ګلبدین نایب لوبډلمشر شو؛ نو اصغر افغان یې له اول سره مخالفت وکړ، افریقا ته یې د تمریناتو لپاره له تګ انکار وکړ؛ خو په جرګو او مرکو نوموړی د کېمپ لپاره ولاړ.
محمدنبي او راشدخان له آیپياېل څخه د ګلبدین نایب پرضد ټویټونه وکړل او د کرکټ بورډ پرېکړه یې رد کړه.
لومړی خو دې درې لوبغاړو مخالفت وکړ او ځېنې نور لوبغاړي هم په دې خوښ نه وو، چې ګلبدین دې لوبډلمشر شي.
له دې وروسته په لوبډله کې ګډوډي رامنځته شوه، داسې ویل کېدل چې د لوبډلې کلیدي لوبغاړو له ګلبدین سره د زړه له خلاصه لوبه نه کوله او وجه دا شوه، چې افغان لوبډله په نړیوال جام کې په تاریخي ډول ماته شوه او ګلبدین نایب څخه یې د خلکو زړه تور کړ.
اوس چې هم د ګلبدین نایب نوم د کرکټ ځېنو مینوالو ته اخلې نو غوسه کېږي.
خو اوس چې د حشمت الله شهیدي او راشدخان په اړه د لوبډلمشرۍ پرېکړې شوي دي؛ نو هم بورډ خوښ دی او هم لوبغاړي ډاډ ګیرنه ښيي.
هغه اصغر افغان چې ګلبدین نایب سره یې مخالفت ښودلی و، راشدخان او حشمت الله شهیدي ته یې ظاهراَ د لوبډلمشرۍ مبارکي ورکړه، چې دا لوبډلې ته د ثبات زیری ورکوي او د اصغر افغان دا کړنه د مېړانې ښکارندوی ده.
بل پلو محمدنبي عیسی خېل او ګڼو نورو لوبغاړو د نوو لوبډلمشرانو پرېکړې ستایلي او د هغوی د پرمختګ لپاره یې دعاوې کړي دي.
اوس وایو دا ظاهري اتفاق کولای شي، چې په باطني بدل شي او دا ځل لوبډله د تېر په نسبت ښې لوبې وکړي.
نړیوال جام ته درې میاشتې پاتې دي او له دې وړاندې پاکستان، ویسټ انډیز او اسټرالیا سره لوبې لرو؛ نو هم بورډ او هم لوبغاړو ته پکار دي، چې دقیق اوسي، لومړی ښه او وړ لوبغاړي انتخاب شي او بیا لوبغاړي باید د زړه له کومې لوبه وکړي.
ځکه د پاکستان لوبډله عادي نه ده او د نړۍ له پیاوړو پنځه لوبډلو څخه ده؛ دې لوبډلې کابو میاشت وړاندې له افریقا څخه د یو ورځنیو او شل اوریزو لوبو لړۍ په افریقا کې وګټله؛ نو د افغان لوبډلې په څېر ځوانې لوبډلې باندې ډېر زړور ورځي.
خو که افغان لوبغاړي مسلکي کرکټ وکړي، د کرکټ د زغم، حوصلې او کنډېشن سره مخته ولاړ شي؛ نو کولای شي چې د پاکستان لوبډله په اسانۍ ماته کړي.
د پاکستان خلاف دوه توپوهونکي باید تر پنځوسو منډې وکړې او هم بالران باید داسې توپ اچونه وکړي، چې د هغوی کلیدي لوبغاړي لکه بابراعظم، محمد رضوان، اصف علي، امام الحق او فخرزمان کابو کړي.
نو اوس مهال په لوبډله کې د اتفاق نښې له ورایه څرګندې دي او دا اتفاق کولای شي افغان لوبډله په لوبغالو ښه وځلوي.