ایډز څه ډول وایروس دی او نښې نښانې يې کومې دي؟

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی
لیکنه او راټولونه
د انسان بدن د معافیت وایروس (ایچ ای وي) د هغه ویروس نوم دی چې د ایډز لامل کېږي؛ دا ناروغي د وژونکي انتاناتو او ځینې سرطانونو لامل هم کېدای شي.
ایډز یوه انتاني ناروغي  هم ده چې د انسان د بدن د دفاعي سیسټم د کمزوړتیا او ویجاړتیا لامل ګرځي.
د ایډز کلمه د لومړي ځل لپاره په کال ۱۹۸۲م کې کارول شوې؛ په ۲۰۰۵م کال کې پنځه میلیونه او پنځه لکه کسان ووژل.
ایچ ای وي د انسان د بدن معافیتي وایروس په مانا دی، چې انسان پرې اخته کېږي، او د اخته شوي کس څخه په اسانۍ سره بل روغ کس ته انتقالېږي.
په ایډز اخته شوي کسانو باندې څېړنې ښیي چې د وېروس څرګندول د ناروغۍ د نښو څخه ډېر وړاندې پېښیږي. (یانې دا چې د اخته څخه ډېر وروسته نښې څرګندېږي). زیاتره څېړنې چې د ایډز پر ناروغانو ترسره شوي، ښکاره کوي چې د ایډز ناروغي دوه حالته لري.
۱: ناڅرګنده ایډز: په ناڅرګند حالت کې ناروغ سالم ښکاري، او هېڅ نښې نښانې یې پر بدن نه ښکاري چې ښایي په ناروغۍ دې اخته وي، خو دا کس نورو کسانو ته په اسانۍ سره ایډز لېږدوي.
۲: څرګنده ایډز: دا هغه حالت دی چې په وایروس اخته کس باندې نښې نښانې څرګندې وي، چې په دې توګه دی؛ تبه، سر درد، د غړو درد، ستوني درد، د پوستکي خارښت او پړسوب او داسې نورې ستونزې…

ایډز ناروغي خپل نښې لري:

۱: په چټکۍ سره د وزن کموالی
۲: تکرارېدونکي تبې یا یوه میاشتنۍ تبه
۳: د شپې ډېر خولې کول
۴: بې اندازې ستړیا او کمزورتیا
۵: د حافظې له لاسه ورکول او نور عصبي اختلاطات
۶: د رنګ ژیړوالی یا هم پر پوستکي نښې
ایډز ناروغي، په ګډ ګیلاس کې اوبه یا چای څښل، ټوخی یا پرنجی، وینه ورکول، په غېږ کې نیول او داسې نورو لارو څخه لېږدول کېږي.
تر دې دمه د ایډز درملنې په هکله داسې لاره نه ده ښودل شوې یوازینی لاره یې مخنیوی دی.
کومې ښځې چې ایډز دي د ماشوم راوړلو څخه باید په جدي توګه ډډه وکړي؛ ځکه هم دوی ته خطر لري او هم دا وایروس ماشوم ته لېږدوي.
About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.