هیله یانې څه؟ 

آبي رنګه تجريدي ډیزاین
لیکنه او راټولونه
هیله ژوند دی!
هیله د ژوند کولو او ژوند بښلو ښکلی هنر دی. هیله د ځلا او رڼا داسې بڅرکی دی چې لمړی په زړه کې د ډاډ یو کوچنی کورګی جوړ کړي او بیا د موسکا په بڼه، په مخ را څرګنده شي.
هیله انسان له ترږمۍ، لټۍ او پښېمانۍ را باسي او د عزم، دبدبې او د بري هسک ورته په ګوته کوي. هیله د غم په شېبو کې تر ټولو ښه درمل، د بې کسۍ غوره علاج او د الله تعالی له سترو نعمتونو څخه یو نعمت دی.
هیله خیال پلو نه دی، او نه هم په ویښه د خوب لیدلو په مانا ده. هیله باید د عقلانیت او امکان د چوکاټ دننه واوسي، هیله بالښت نه دی چې د سر لاندې کېښودل شي، بلکې د سفر پیل او د موخې په لور تکل دی.
په ژوند کې هیله لرل داسې څه نه دي، چې پرته له هڅو او چانس څخه یې ترلاسه کړو، په ژوند کې د هر څه د لرلو لپاره باید ډېرې زیاتې هڅې وکړو او د ترلاسه کولو په لارو چارو باندې یې باید ځان ښه پوه کړو.
هر څه ته په مثبت ډول کتل د انسان په ذهن او زړه کې د امید ستنې مظبوتوي.
هر انسان که څه هر څه له لاسه هم ورکړي خو هیله باید له لاسه ور نه کړي، هیله‌مند انسان تل فکر کوي چې ګیلاس نیم ډک دی، خو ناهیلی کس همدغه ګیلاس نیم تش بولي.
نلسن منډیلا وایي: “زړه سواندي انسانان خو له پخوا راهیسي یو له بل سره د شفقت په مظبوتو رسیو تړل شوي دي، ولې څومره به ښه وي که د بشري ټولنې بې عاطفې خلک د پښو هیلو په مزي سره وتړل شي ترڅو د غمونو او ستونزو بار سپک شي.”
د ټولو هیلو زېږنده او سرچینه، د الله تعالی په ذات کلک ایمان لرل او پخپل ځان اعتماد کول دي.
ارواپوهان په دې باور دي، چې مایوسي د هېڅ درد، درمل نه دي بلکې نا امیدي درد لا زیاتوي، اندېښنو ته لار هواروي، د دوی په اند په یوازیتوب کې باید د ژوند په مثبتو اړخونو فکر وشي، د سترو انسانانو ژوند دې مطالعه شی چې هغوی څنګه دې ځای ته رسېدلي. همدا فکر د هیلې دروازې پرانیزي.
همدارنګه د حضرت محمد ص یو حدیث دی چې فرمایي: د الله په ذات ښه ګمان کول او له هغه څخه هیله لرل، ښه عبادت دی.
وینسټن چرچل وایي: ناهیلی انسان هر فرصت ته د ستونزې له زاویې ګوري، خو هیله‌مند انسان هره ستونزه یو نوی فرصت ګڼي.
هیله درلودل موږ ژوند کولو ته هڅوي او پرمختګ سبب کیږي.
About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.