د سویلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو سلو توپاچونکې تبریز شمسي، د ویسټ انډیز پر وړاندې د پنځو شل اوریزه سیالیو تر سریز ګټلو وروسته خپله خوښي په یوه ټویټ کې څرګنده کړې.
د سویلي افریقا او ویسټ انډیز لوبډلو ترمنځ د پنځو شل اوریزه سیالیو یاد سریز، چې سویلي افریقا ۳ـ۲ وګټی، له هغه وروسته تبریز شمسي پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې ولیکل، چې دا سریز ورته بیخي په زړه پوري و.
هغه لیکلي د خپلو ښو احساساتو له امله اوس هیڅ کلمات نشم لیکلای، دا ماته یو ځانګړی سریز و، چې زه یې برخه وم او هغه څه چې زما لوبډلې لاسته راوړل ډېر عالي وه.
Words cannot express how I feel right now… that was a very very special series to be a part of!
Super proud of what our squad has achieved… looking forward to the next one
Ireland here we come…✈ 🇮🇪 pic.twitter.com/UWYCHDRlpn
— Tabraiz Shamsi (@shamsi90) July 4, 2021
اوس راځو اصلي خبري ته!
کله چې تبریز شمسي یاد ټویټ کړی، په کمنټ کې ورته افغان لوبغاړي راشدخان ارمان ولیکل، چې واو شمسي ډېر په زړه پوري توپاچونه دي وکړه درته مبارک دي وي.
وروسته د راشدخان ارمان ددې کمنټ په ځواب کې تبریز شمسي راشدخان ته ولیکل، ډېره مننه وروره، زه هر وخت ستا توپاچونه ګورم او له تا څخه زدهکړه کوم.
Quality bowling Shamsiiiii 👍👍👍 congratulations
— Rashid Khan (@rashidkhan_19) July 4, 2021
د تبریز شمسي او راشدخان سیالي
د شل اوریزه سیالیو په نړیواله درجه بندي کې زیات وخت افغان لوبغاړی راشدخان ارمان د نړۍ لومړی نمبر توپاچونکی و، خو څه موده وړاندي د سویلي افریقا تبریز شمسي له راشدخان څخه لومړی ځای ترلاسه کړ او اوس راشدخان په دویم ځای کې شتون لري.
د کرکټ نړیوالې شورا په یاده درجه بندي کې اوس تبریز شمسي د ۷۵۰ نمرو په درلودولو سره لومړی ځای، راشدخان ارمان د ۷۱۹ نمرو په درلودلو سره دویم ځای، ایشټن اُګر د ۷۰۲ نمرو په درلودولو سره درېیم ځای، عادل رشید د ۶۹۵ نمرو په درلودلو سره څلورم ځای، ونیندا ډیسلوا د ۶۹۳ نمرو په درلودلو سره پنځم ځای، مجیبځدران د ۶۸۷ نمرو په درلودلو سره شپږم ځای، ټیم سوتي د ۶۶۹ نمرو په درلودلو سره اووم ځای، آدم زیمپا د ۶۶۳ نمرو په درلودلو سره اتم ځای، سودهي د ۶۴۰ نمرو په درلودولو سره نهم ځای او میچل سانتینر د ۶۱۶ نمرو په درلودلو سره لسم ځای لري.