د پاکستان سوپرلیګ د تېرې جون میاشتې په ۲۴مه نېټه د ملتان سلطانز لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېد، چې په پایلوبه کې یې پېښور زلمي لوبډلې ته په ۴۷ منډو توپیر ماتې ورکړه.
په یاد لیګ کې راشدخان ارمان د خپلې لوبډلې لاهور قلندرز لپاره ټولې اته لوبډلې وکړې او په یادو سیالیو کې یې ۱۱ ویکټې واخیستې، چې د زیات ویکټ اخیستونکو په لیست کې لسم مقام کې شتون لري.
راشدخان په دې لیګ کې د غوره توپاچونې په مټ غوره ایکانومي لرونکی لوبغاړی وپېژندل شو، چې د توپاچوني ایکانومي یې ۵،۴۷ وه.
ددې ترڅنګ په یوه لوبه کې هم ترټولو غوره توپاچونه د راشدخان ده، چې د شلو منډو په ورکولو سره یې پنځه لوبغاړي وسوځول.
Copyright © 2025 | MH Magazine WordPress Theme by MH Themes