د ورزشي خبریالانو د نړیوالې ورځې په مناسبت د بایسیکل ځغلونې سیالي!

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د جولای دویمه د ورزشي خبریالانو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

د همدې ورځې د نمانځنې په پار د افغانستان د اولمپيک کمېټې او په ځانګړي ډول د افغانستان د بایسیکل ځغلونې ملي فدراسیون د لسګونه ورزشي خبریالانو ترمنځ د بایسیکل ځغلونې سیالۍ چمتو کړې وې.

په دې لوبو کې نږدې د ۴۰ رسنیو خبریالان وربلل شوي وو، خو د شاوخوا ۲۵ رسنیو ورزشي خبریالانو پکې ګډون کړی و.

نږدې ۲ نیم کېلومتر واټن د لوبغاړو لخوا په یوه دقیقه او ۲۲ ثانیو کې طی کړل شو.

سیالي د افغانستان د اولمپیک کمېټې په انګړ کې ترسره شوه.

په دې لوبو کې لومړی مقام د اریانا تلویزیون خبریال جمشېد احمدي ترلاسه کړ، هغه ۲ نیم کېلو متر واټن په یوه دقیقه او ۲۲ ثانیو کې وواهه او ستر کپ یا جام یې ترلاسه کړ.

دویم مقام سید احمد سُروش خپل کړ، هغه یاد واټن په یوه دقیقه او ۴۳ ثانیو کې طی کړ.

د افغانستان د اولمپیک کمېټې او بدني روزنې د فدراسیون د مشر حفیظ الله ولي رحیمي څرګندونې

ده وویل چې اوس یې د خبریالانو لپاره معلومات په واک کې ورکړي او د هرې لوبې د معلوماتو خپرولو لپاره یې پاڼې جوړې کړي او د دې لپاره یې وړ کسان نیولي چې د لوبو معلومات په مسلکي ډول وړاندې کړي او رسنۍ ترې په راپورونو کې ګټه واخلي.

ده وویل چې سږ کال به د جاپان په اولمپیک نړیوالو لوبو کې ۵ افغان لوبغاړي هم ګډون وکړي، چې له بېلابېلو رشتو څخه به وي.

ده وویل چې دوی به ورزشي خبریالانو ته سیمینارونه او ورکشاپونه جوړ کړي، ترڅو خبریالان په ټولو مهمو لوبو کې معلومات ترلاسه کړي.

خو نوموړي وویل چې په تېر یونیم کال کې د کورونا وایروس لوبې ننګولي او خدمات یې هم له ستونزو سره مخ کړي دي.

د بایسیکل ځغلونې فدراسیون د رییس فضل احمد فضلي خبرې

نوموړي وویل چې دا دویم ځل دی دا فدراسیون د ورزشي خبریالانو لپاره سیالۍ برابروي او د دوی ورځې د مبارکۍ په پار یې وړاندې کوي.

ده وویل چې لا به معیار او شفافیت ته کار وکړي، په هرو دوو میاشتو کې به په مرکز کابل او ولایتونو کې د نارینه وو او ښځینه وو ترمنځ سیالۍ چمتو کړي.

ده وویل چې روان کال کې ۹ کورنۍ سیالۍ او دوه بهرنۍ سیالۍ چمتو کوي.

د ورزشي خبریالانو ارزښت

ورزشي خبریالان د نورو خبریالانو په څېر یوه اړتیا ده، خو دا خبریالان باید په حقیقت کې د لوبو په مسلکیت پوه وي.

چې معیاري راپورونه وکړي.

بل ارزښت یې دا دی، چې لوبې د هېواد د عزت او ابرو یوه برخه ده، ځکه د هېواد نوم او بیرغ همدا لوبغاړي رپوي او سولې پېغام خپروي، نو خبریالان د ورزشکارانو لاسته راوړنې او یا هم ماتې خلکو ته په ښه ډول وړاندې کوي او خلک د خپلو ورزشکارانو له کارکرده ګۍ خبریږي، چې په دې ډول د دوی معلومات د لوبغاړي او هېواد په اړه زیاتېږي.

بله مهمه خبره دا ده چې په ادارو کې فساد راسپړي او د حقیقت په ویلو سره په ورزشي ادارو کې د فساد د مخنیوي هڅې کوي.

په دې سره روڼوالی رامنځته کېږي.

بل د ورزشي پېښو په پوښښ سره د ورزشي ادارې چې فعاله ده او یا هو ورزشکار چې ډېر زیار یې ګاللی دی حق ادا کېږي او لوبغاړی یا اداره لا مثبتو کړنو ته هڅېږي.

بله مهمه خبره دا ده چې د ورزش او ورزشکارانو د مینوالو تنده خړوبیږي او د خپلو لوبغاړو له کړنو په اسانۍ خبرېږي.

درېیم مقام مدثر قریشي خپل کړ، هغه یاد واټن په یوه دیقیقه او ۴۴ ثانیو کې طی کړ او څلورم مقام بیا سید مجتبی سادات واخیست، هغه دا واټن په یوه دقیقه او ۵۰ ثانیو کې وواهه.

دې څلورو واړو لوبغاړو کپونه ورکړل شول.

ودان مینوال، فریدالله سادات، امید یوسفزی، نوید موسی زی، سمیع الله پام، انوري، نوابي، حیدري او ګڼ شمېر نور خبریالان هم په لوبو کې ګډونوال و؛ خو د کپونو په ګټلو بریالي نشول.

دا په تېرو دوو کلونو کې دویم ځل دی، چې د بایسیکل ځغلونې ملي فدراسیون لخوا د ورزشي خبریالانو ترمنځ د ورزشي خبریالانو د نړیوالې ورځې په مناسبت سیالۍ چمتو کېږي.

د اولمپیک کمېټې او ورزشي ادارو څخه د خبریالانو غوښتنې

ورزشي خبریالانو له فرصت څخه په ګټنې په دې راټولېدنه کې د اولمپیک کمېټې له مشر حفیظ الله ولي رحیمي او مسوولینو څخه غوښتنه وکړه، چې ورزشي خبریالانو ته د اطلاعاتو لاسرسي برخه کې امکانات برابر کړي، خبریالان باید د لوبغاړو د بهرنیو سیالیو سفرونو پرمهال د لوبو د پوښښ په خاطر نورو هېوادونو ته واستوي.

دوی له رییس څخه وغوښتل چې هغه خبریالان له ځانه لېرې کړي، چې د امتیاز طلبۍ په فکر کې وي او د پېسو اخیستلو په بدل کې د ورزش برخې ته زیان رسوي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.