لیکنه: شمله نادري
واده کول د ژوند له مهمو پرېکړو څخه دی او د دې پرېکړې د نیولو حق یوازې هغه کس لري چې واده کوي، دا سمه ده چې په دې برخه کې د کورنۍ نظر اړین دی، خو حق نه لري چې خپلې لوڼې یا زامن د واده کولو لپاره اړ کړي.
ځینې داسې کورنۍ شته چې ان خپلې لوڼې تر زېږون وروسته د یوه هلک په نوم کوي چې دا کار د دوی د راتلونکي لپاره یوه لویه ستونزه جوړوي او دا پرېکړې ډېری په هغو کورنیو کې نیول کېږي چې د سواد کچه یې ټیټه او یا بېخي بې سواده وي.
ځینې نور لاملونه هم شته چې یو شمېر کورنۍ د خپلو لورگانو ودولو ته اړباسي، لکه فقر یا غریبي، کډوالي، ناامني، د ټولنې ناوړه دودونه او داسې نور ډېر لاملونه شته چې یو شمېر کورنۍ یې له امله خپلې لوڼې قرباني کوي، خو ډېر وخت داسې اړیکې ډېرې ناوړې پایلې لري، د دوو کسانو ژوند تباه کوي او د کورنیو ترمنځ یې د یوې نوې دښمنۍ د پیل لامل کېږي.
په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته د دې په اړه چې په کم عمر کې واده کول څه زیانونه لري او حللارې یې څه دي، معلومات درکوو. ملتیا مو مه هېروئ!
لومړی: حقونه یې تر پښو لاندې کېږي
کله چې یو هلک یا نجلۍ په ماشومتوب کې واده وکړي، دا اړیکه د دې لامل کېږي، کوم حقونه چې د هغوی حق دی ورڅخه بې برخې کېږي.
مثلاً د هغوی بې وخته مور او پلار کېدل دوی اړ دي چې د یوه ماشوم نه بلکې د یو لوی کس رول ولوبوي.
دویم: له زدکړو نه پاتې کېږي
کله چې یو هلک او نجلۍ واده وکړي، هغوی نه شي کولای چې به سمه توگه زدکړې وکړي، ځکه چې د دوی یو مسوولیت څو مسوولیته کېږي یوه نجلۍ چې د پلار په کور کې یې یوازې د یوې لور دنده درلوده، خو د خسر په کور کې به د اینگور، مېرمنې، مور، ورېندارې او… رولونه یو ځای لوبوي.
درېيم: مور کېدل
مور کېدل داسې یو مسوولیت دی چې هر څوک یې د ترسره کولو وړتیا نه لري، نو په کم عمر کې مور کېدل د هرې نجلۍ له وس او توان نه وتلې خبره ده او بله دا چې د کم عمر لرونکو نجونو بدن د یوه ماشوم د زېږولو توان نه لري.
څلورم: روحي او جسمي فشارونه
ځینې داسې کورنۍ هم شته چې اینگور له راتگ سره د خپل کور ټول مسوولیتونه هغې ته ورسپاري، نو یوه وړه نجلۍ هېڅکله دومره لوی مسوولیتونه پر مخ نشي وړلای، له همدې امله په بېلابېلو روحي او جسمي ناروغیو اخته کېږي.
د اسلام له نظره د ماشومانو واده
په دې اړه علما دوه ډوله نظر لري.
۱_ ځينې یې وایي چې د ماشومانو واده کول جایز دي او دلیل یې هم دا دی چې که د ماشومانو واده کول منع وي، نو حضرت محمدﷺ به ولې له عایشې (رض) سره واده کاوه او بل دا چې په قران کریم کې د ماشومې د عدت موده ذکر شوې، که منع وای ولې به د ماشومې د عدت په اړه آیتونه نازل کېده.
۲_ دویمه ډله علما وایي چې د ماشومانو واده کول جواز نه لري، ځکه چې د واده کولو موخه د انساني نسل زیاتوالی دی چې دا کار د ماشومانو لپاره ناشونی دی.
حل لارې
هره کورنۍ باید د خپلو اولادونو د راتلونکي په اړه فکر وکړي. او د ځان د خلاصون لپاره هغوی قرباني نه کړي. هغوی ته باید د زدکړو، خوراک، څښاک، ساتېرۍ یا سرگرمۍ زمینې برابرې کړي، په سمه توگه ورڅخه ساتنه وکړي او د دوی هر اړخیرې روزنې ته پاملرنه وکړي. چې هم دوی، هم یې اولادونه او هم خدایﷻ ورڅخه راضي او خوشحاله وي.