د هګۍ ګټې: د بدن عضلې غښتلې او وزن کموي

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه
ژباړه
هګۍ ډېرې ګټي لري، د سهار چای لپاره باید لومړنۍ انتخاب هګۍ وي، ځکه چې دغه خواړه هغه غذایي مواد لري کوم چې انسان له مهمو ناروغیو ژغورلی شي.
ـ هګۍ عصبي روغتیا لپاره ډېرې اړینې دي، هګۍ د کولین په نامه مواد غوره سرچینه ده، چې د اعصابو انتقالي سیسټم په پیاوړي کولو کې مهمه ونډه لري.
هګۍ د اعصابو روغتیا ساتلو کې ډېره زیاته مرسته کوي. د هګۍ زېړ خاصه اندازه فولیټ لري کوم چې عصبي حجرات فعاله ساتي او له دې سره د اعصابو فعالیت له پخوا چټک او زیاتوي. هګیو کې شته ویټامین بي ۱۲ د اعصابو لپاره دفاعي سیسټم جوړوي.

ـ هډوکي پیاوړي کوي. هګۍ د وېټامین ډي لپاره هم غوره منبع ده کوم چې په بدن کې د کلسیم جذبولو لپاره ډېر اړین دي. له دې سربېره په هګیو کې شته کلسیم او فاسفورس له بدن څخه د اوستیوپروسېس په نامه مواد له منځه وړي او هډوکي لا پیاوړي او کلکوي.
ـ د بدن وزن په یو حالت کې ساتي، ځکه چې زیاته اندازه پروټين لري. روغتیا پوهانو په خپلو څېړنو کې څرګنده کړې ده چې په هګۍ کې ۵۰ سلنه پروټین موجود دي چې د دې پنځوس سلنې څخه څلور ګرامه سپین او درې ګرامه یې زېړ دي، پاتې هغه ماده ده چې د انسان په بدن کې د اړتیا وړ مواد پوره کوي. په همدې اساس هغو کسانو لپاره چې غواړي پیاوړي عضلې ولري یو غوره انتخاب دی، د هګۍ خوړل د زیاتو خواړو خوړولو مخه نیسي چې په دې ډول د اضافي وزن زیاتېدو په مخنیوی کې مرسته کوي.

ـ سترګو لید زیاتوي، هګیو کې لیوتین او زیاګزانتین په نامه مواد شتون لري کوم چې د کروټینایډ ډولونه دي. دغه مواد د سترګو لید زیاتولو کې خاص اهمیت لري.
ـ مختلفو څېړنو پر بنسټ اوونۍ کې ۶ هګۍ خوړل په انسان کې ۴۴٪ د سینې سرطان خطر کموي.

ـ د نوکانو او ویښتانو لپاره هم ګټه لري پیاوړي او ښکلي کوي یې.
پر دې سربېره که هګۍ په ایشول شوې بڼه وخورو هم ډېره ګټه لري، او دا له نورو ډولونو څخه اسانه لاره هم ده.
څېړنو ښکاره کړې چې په سبا ناري کې د ایشول شويو هګیو خوړل د بدن غوړ اوبه کوي او د وزن د کمېدو لامل کیږي.
د ورځې په لړ کې د یوې اېشول شوې هګۍ خوړل د وجود نیمه برخه د معدني موادو اړتیاوې پوره کوي او د ماشومانو لپاره د ورځې په لړ کې د یوې ایشول شوې هګۍ خوړل اړینه ده.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.