د کرکټ بورډ مشر فرهان یوسفزی وایي، چې د افغانستان سوداګریز کرکټ لیګ اېپياېل به راتلونکی کال په فبروري میاشت کې ترسره شي.
د افغانستان پرېمېئر لیګ په ۲۰۱۸ کې په دوبۍ کې ترسره شو، چې اتلولي یې بلخ لېجېنډز ګټلې وه.
له دې وروسته دا لیګ بیا ترسره نشو او ډېری راپورونه دا وو، چې دې لیګ کې د عاطف مشعل د مشرۍ پر مهال ۱۴ لکه ډالر حیف و مېل شوي دي.
له دې وروسته د کرکټ نړیوالې شورا، افغان کرکټ بورډ او اړوندو بنسټونو څېړنې وکړې، خو پایلې یې شریکې نشوې.
همدا و چې دا لیګ تر ۲۰۲۱ کال پورې ترسره نشو.
تمه وه چې سږ کال دا لیګ د مارچ په میاشت کې ترسره شي؛ خو یو ځل بیا د کورونا وایروس له امله وځنډېد.
فرهان یوسفزی وایي، چې د افغانستان سوداګریز لیګ به د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې ترسره شي، چې شاوخوا ۸ میاشتې ورته پاتې دي.
تېر کې د دې لیګ سپانسر او مالي ملاتړی د سنېکسر په نامه شرکت و؛ چې دې شرکت باندې هم د فساد تور و، دې کمپنۍ ځېنو لوبغاړو ته جعلي قرارداد پاڼې جوړې کړې وې.
فرهان یوسفزی وايي دا کمپنۍ د انګلستان وه، چې د افغانستان د کرکټ بورډ د وخت ځېنو مشرانو له دې کمپنۍ سره لاس یو کړی و او فساد یې کړی و.
یوسفزی وایي سنېکسر کمپنۍ قِماربازه کمپنۍ وه او دوی ترې د مالي ملاتړ حقوق ترلاسه کړل او له یاد شرکټ څخه یې قضیه وګټله.
د کرکټ نړیوالې شورا راتلونکې غونډه او افغانستان سره ۶۰ سلنه مرسته
د کرکټ نړیواله شورا په راتلونکي کې د کرکټ لوبډلو، هېوادونو او لوبو په اړه غونډه کوي.
فرهان یوسفزی وایي، چې افغان کرکټ بورډ ته به په دې غونډه کې د پېسو د ورکړې سلنه ۶۰ ته پورته شي او په دې سره به ا فغان کرکټ بورډ زیاتې پېسې ترلاسه کړي.
د خلکو غوښتنه او پر کرکټ بورډ انتقاد
دا چې افغانستان د ۲۰۱۹ کال راهیسې داسې لوبې یا سیریزونه کړي، چې په نشت حساب دي؛ نو هېوادوال غواړي چې لوبډله یې د لوړو لوبډلو سره لوبلړۍ ولري.
د افغان کرکټ مینوال وایي، چې زِمبابوې او ایرلېنډ سره د له ۲۰۱۲ کال راهیسې لوبلړۍ ترسره کېږي، نو اوس وخت دی چې له لویو لوبډلو سره لوبې ولرو.
بل پلو د لوبلړیو پڅوالی دی، ډېری افغانان دا مثال ورکوي، چې د سریلانکا لوبډله اوس وخت کې نسبت افغان لوبډلې ته کمزورې ده، کرکټ بورډ یې نسبت افغان کرکټ بورډ ته غریب دی؛ خو بیا هم لوبلړۍ کوي.
تازه یې له انګلستان سره درې شل اوریز لوبې ترسره کړې او د درې یو ورځنیو لوبو دویمه لوبه یې هم ترسره کېږي.
نو افغانان له خپل کرکټ بورډ غواړي، چې لوبډله یې په لوبلړیو کې له نړیوالو لوبډلو سره په لوبغالو کې وګوري او د خپلو لوبغاړو استعداد وګوري.
افغان لوبډلې له سریلانکا سره لوبې ترسره نه کړې
د جون میاشت کې له سریلانکا سره د افغان لوبډلې لوبې وې، خو دا لوبې هم ترسره نشوې؛ کرکټ بورډ هم واضح دلیل نه په ډاګه کړی؛ خو ښایي وجه یې د کورونا وبا وي، چې د ډېری لوبو او لوبډلو مهالوېشونه یې وننګول او بیا یې له سره کړل.
مثلا د پاکستان سوداګریز کرکټ لیګ، د هند سوداګریز کرکټ لیګ، د انګلستان او سریلانکا لوبې، د نیوزیلېنډ او اسټرالیا لوبې وې، چې ۲۰۲۰ کې یې وځنډولې او ۲۰۲۱ کې ترسره شوې.
شل اوریز جام او تر هغه وړاندې د افغان احتمالي لوبې
د اکټوبر په میاشت کې شل اوریز نړیوال جام ترسره کېږي، چې پیل ته یې ۳ نیمې میاشتې پاتې دي.
افغان کرکټ بورډ وایي له دې جام وړاندې له اسټرالیا او ویسټ انډیز سره شل اوریزې لوبې لري، چې موخه یې نړیوال جام ته چمتووالی دی.
بل پلو په سپټمبر میاشت کې له پاکستان سره هم درې یو ورځنۍ لوبې شته، چې کرکټ لوبغاړو ورته کابل کې تمرینات وکړل؛ خو وخت به یې ځواب ووایي، چې دا لوبې به هم پر وخت ترسره شي او کنه.