په باليووډ سېنما کې د کرينا کپور شل کلونه پوره سوه.
کرينا کپور په ۱۹۸۰ز کې د سپټمبر په ۲۱مه په ممبی کې زېږېدلې او اوس د هندي فلمونو مشهوره اداکاره ده.
دا د سېنما د پخوانيو اداکارانو راندير کپور او بابيتا لور ده ،کشره خور يې کريشمه کپور ده چې په باليووډ کې بريالۍ مخيينه لري.
کرينا کپور په فلمي نړۍ کې په لسګونو ايوارډونه ګټلي چې د هغوی له ډلې څخه د فلمفير ۶ جايزې د يادونې وړ دي، اوسمهال د باليووډ سېنما د هغو ښځينوو اداکارانو څخه ده چې د فلمونو پر سر ډېرې پيسې اخلي.
دې په لومړي ځل د ريفوجي په نامه فلم کې د ابيشک بچن سره يوځای په ۲۰۰۰ز کې راښکاره سوه،ددې فلم ډايريکټر جی پي ديوتا وو ،يو ډراماتيک او عاشقانه کيسه لري ،همدارنګه انوپم خير او سنيل شټي هم رولونه ادا کړي.
دې فلم هم د فلمفير او نوري جايزې وګټلې.
کرينا کپور وايي چې نيکه مې راج کپور لومړی پرما د سيديما نوم ايښی وو خو هغه مهال چې زه نړۍ ته نه وم راغلې، د حامله توب په وخت کې زما مور د انا کرينا په نامه د تولستوي کتاب ويلی وو،نو ځکه ځينې متاثره سوې وه او زما نوم يې کرينا انتخاب کړې وه.
دې تر سيف علي خان مخکې د شاهد کپور سره د ملګرتوب تار غزولی وو،په ۲۰۰۷ز کې يې د سيف علي خان سره اړيکې جوړي کړې ،تر پنځه کلونو ملګرتيا وروسته يې په ۲۰۱۲ز کې واده سره وکړ،چې د تيمور علي خان په نامه يو زوی لري.
دا په ورزش کې يوګا خوښوي او ښه مهارت هم پکښې لري.
دې ۴۰ کلنې اداکارې په ۲۱ کلونو کې تر ۶۰ ډېرو فلمونو کې کار کړی.