د ویسټ انډیز پخوانی لوبغاړی مایکل انتوني هولډینګ وایي په شل اوریز کرکټ کې ځکه کمینټري نه کوم، چې شل اوریز کرکټ، کرکټ کې نه حسابېږي.
نوموړی په آیپياېل کې هم تبصرې ته نومول شوی و؛ خو ده ترې انکار کړی و.
د هولډېنګ په آند دا چې د ویسټ انډیز لوبډله اوس په ټېسټ یو ورځنیو لوبو کې ښه نه ځلېږي، وجه یې شل اوریز کرکټ رامنځته کېدل دي.
له ۲۰۰۰ کال وړاندې د ویسټ انډیز لوبډله په ټېسټ او یو ورځنیو لوبو کې خورا ښه ځلېدله، دوه ځلې یې نړیوال پنځوس اوریز جامونه ګټلي دي او په ټېسټ سیریزونو کې هم ښه ځلېدل.
هولډینګ د ویسټ انډیز چټک توپ اچوونکی و، دی په ۱۹۵۴ کال کې د د فبروري په ۱۶ مه د امریکا په جمېکا سیمه کې زېږېدلی دی.
په ۶۰ ټېسټ لوبو کې یې ۲۴۹ وېکټې ترلاسه کړي دي، چې یوه لوبه کې یې په ۹۸ منډو ورکولو سره ۸ وېکټې اخیستل یې غوره توپ اچونه ده.
۱۳ ځلې یې په ټېسټ لوبو کې پنځه پنځه وېکټې او ۲ ځلې یې لس، لس وېکټې ترلاسه کړي دي.
۱۰۲ یو ورځنیو لوبو کې یې ۱۴۲ وېکټې اخیستي دي، چې په ۲۶ منډو ورکولو یې ۵ وېکټې اخیستل غوره توپ اچونه ده.
ده د توپ اچونې سربېره توپوهنه هم کولې شوه.
دا ویسټ انډیزی اوس د کرکټ ښه مبصر دی؛ خو دی وایي چې له یو ورځنیو او ټېسټ لوبو پرته په شل اوریز کرکټ کې کمینټري نه کوي او شل اوریز کرکټ کې کرکټ نه دی.
د ویسټ انډیز د کرکټ په لوبغاړو کې کېرن پولارډ، انډری رسل، کرېس ګېل او ډوېن براوو ډېر مشهور نومونه دي.
خو مایکل هولډېنګ وایي دغه وړ لوبغاړي اوس د شل اوریز کرکټ ښکار شوي دي او لیګونو جوړوونکي یې ګرم بللي، چې ګواکې لوبغاړو د پېسو په ورکولو سره یې هغوی له یو ورځنیو او ټېسټ لوبو څخه راګرځولي او لوبغاړي یې خراب کړي دي.
د هولډېنګ خبرې دي، چې « د ویسټ انډیز ډېری لوبغاړي د خپل ټیم لپاره لوبو ته زړه نه ښه کوي، ځکه دوی هر یو د لیګونو له لارې په شپږو اونیو ۶ لکه او ۸ لکه ډالر پېدا کوي، څه پکار دي، زه کرېکېټران نه ګرموم، بلکې زه د کرکټ لیګونو جوړوونکو او اداره کوونکي پړ بولم، ویسټ انډیزبه بیا هم شل اوریز جام یا کرکټ وګټي؛ خو زه وایم چې دا لوبې د لوبو په څېر نه دي».
هغه ویلي چې ویرات کولي د ویسټ انډیز د غوره لوبغاړي وي وي ریچارډز په څېر له جذبو او وړتیاوو ډک لوبغاړی دی