د باليووډ سېنما دوه پياوړي ستوري په يوه فلم کې کار کوي.
په هندوستان کې د کرونا وېروس تر تېر کال اوس په زور کې دی خو اوس دولت ورته داسې سيتم جوړ کړی چې د اصولو په عملي کولو سره هر څوک خپل کار ته ادامه ورکولای سي چې د هغو له جملې يو د هندوستان فلمي صنعت دی.
په هند کې اوس ځينې سېنماوي هم فعاله دي، د ځينو فلمونو شوټينګونه روان دي او باليووډ يې ژوندی ساتلی.
هندي رسنۍ وايي چې سيف علي خان او ريتيک روشن په يوه داسي فلم جوړولو موافقه کړې چې لا له وړاندې د جنوبي هند د دوو فلمي لوبغاړو، مدهوان او سثوپاتي له لورې جوړ سوی وو.
د ويکرم ويدها په نامه دا فلم به پرهماغه پخوانۍ کيسه جوړېږي،چې احتمال لري لوړه بوديجه ورته ټاکل سوې وي.
ددې فلم لومړنۍ برخې د هند څخه دباندې فلمبرداري کېږي او د پاتې برخو د شوټينګ لپاره هندوستان انتخاب سويدی.
دا فلم د پوشکار ګايتري په لارښوونه، د نيرج پانډې له لورې په ريليانس انټرټاينمينټ کمپنۍ کې جوړېږي.
همدارنګه ددې فلم کيسه د ويکرم او بتال له لورې ليکل سوېده.
ريتيک روشن پدې فلم کې منفي رول لري او سيف علي خان به د پوليس په رول کې راڅرګندېږي.
تر اوسه ددې فلم د ريلېز دقيقه نېټه نده په ډاګه سوې.