انګلستان شايد د پاکستان لوبډله وایټ واش کړي

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د پاکستان کرکټ لوبډلې د شنبې په ورځ د جون په ۲۶ مه انګلستان ته سفر وکړ، هلته یې د کورونا ټېسټونه وکړل او ټېسټونه یې منفي راووتل.

دا لوبډله په انګلستان کې درې یو ورځنۍ او درې شل اوریزې لوبې د جولای په ۸ مه نېټه پیلوي.

ایا انګلستان به وکولای شي، چې په دواړو لوبلړيو کې د پاکستان لوبډله ماته کړي؟

ځکه له دې وړاندې انګلستان سریلانکا لوبډله په شل اوریز سیریز کې کلین سویپ کړه او په داسې حال کې د پاکستان لوبډله هم انګلستان ته تللې، چې د انګلستان لوبډله په ښه مُرال کې ده او هم په شل اوریزو لوبو کې لومړي مقام کې ده.

د لوبو مهالوېش

د پاکستان لوبډله به اوس تمرینات پیلوي او د لوبو لپاره به چمتووالی نیسي.

لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د جولای په ۸ مه نېټه د مازیګر په څلور نیمو بجو د انګلستان په کارډیف لوبغالي کې پیلوي.

دویمه لوبه د جولای په لسمه د ماسپښین په دوه نیمو بجو د لندن ښار په لارډز لوبغالي کې ترسره کوي.

درېیمه یو ورځنۍ لوبه د جولای په ۱۳ مه د مازیګر په څلور نیمو بجو په برمینګهم سیمه کې ترسره کوي.

د شل اوریزو لوبو لړۍ د جولای په ۱۶ مه د شپې په لس بجو پیلوي، دویمه شل اوریزه لوبه د جولای په ۱۸ په هیډینګلي سیمه کې د ماښام په ۶ بجو پیلوي او درېیمه شل اوریزه لوبه د جولای په ۲۰ مه د شپې په لس بجې په مانچیسټر کې ترسره کوي.

د انګلستان لوبډله په شل اوریزو لوبو کې لومړي مقام کې ده او د پاکستان لوبډله په شل اوریزو لوبو کې څلورم ځای کې ده.

په یو ورځنیو لوبو کې د انګلستان لوبډله څلورم ده او د پاکستان لوبډله شپږم ځای کې ده.

په دواړو فارمټونو کې ترې د انګلستان لوبډله مخکې ده او ښایي چې دواړه لوبلړۍ انګلستان وګټي.

که چېري انګلستان دا لوبلړۍ وګټي، په درجه بندۍ کې مخکې کېږي او پاکستان شاته ځي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.