د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ غوره یوولس کسیزه لوبډله

رنګین تجريدي ډیزاین

د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ په اړه جذیات

 

د کرکټ نړیوالې شورا یا آی سي سي د ۲۰۱۹م کال د اګسټ میاشتې د لومړۍ نېټې څخه د ټیسټ قهرمانۍ جام سیالۍ پيل کړي وې، چې په دې لوبو کې ټولې مخکښې او نامتو لوبډلې شاملې وې.

ددې سیالیو د جدول په لومړي ځای کې هند، دویم ځای کې نیوزیلنډ، درېیم ځای کې اسټرالیا، څلورم ځای کې انګلستان، پنځم ځای کې پاکستان، شپږم ځای کې ویسټ انډیز، اووم ځای کې سویلي افریقا، اتم ځای کې سریلانکا او نهم ځای کې بیا بنګله دېش لوبډلې شتون درلود.

ددې جام پایلوبه؛ ځکه د هند او نیوزیلنډ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې ددې سیالیو په جدول کې هند او نیوزیلنډ هیوادونه ترټولو مخکې وه.

 

د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبې جذیات

 

۱ـ هند کرکټ ملې لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۲۱۷ منډې وکړې.

ددې لوبډلې لپاره اجینکي رهاني ۴۹ او ویراټ کوهلي بیا ۴۴ منډې جوړي کړې.

۲ـ نیوزیلنډ کرکټ ملې لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۲۴۹ منډې وکړې.

ددې لوبډلې لپاره ډیون کموي ۵۳ او کین ویلمسن ۴۹ منډې جوړي کړې.

۳ـ هندوستان په خپله دویمه پاڼۍ کې ۱۷۰ منډې وکړې او سیالي لوبډلې ته یې د ۱۳۹ منډو هدف وټاکی.

ددې لوبډلې لپاره په دویمه پاڼۍ کې ریشپ پنټ ۴۱ او روهیت شرما بیا ۳۰ منډې جوړې کړې.

۴ـ کله چې نیوزیلینډ لوبډله د هدف پوره کولو لپاره میدان ته کښته شوه، ۱۴۰ منډې یې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړې او په اتو ویکټو یې د ټیسټ سیالیو نړیواله اتلولي وګټله.

په دویمه پاڼۍ کې د نیوزیلنډ لپاره کین ویلمسن ۵۲ ناسوځېدلې او راس ټایلر ۴۷ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

 

د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ غوره یوولس کسیزه لوبډله

 

مشهور ویبپاڼې کریک انفو د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ د پای‌ته رسېدو سره سم غوره یوولس کسیزه لوبډله اعلان کړه، چې په لاندي ډول ده.

۱ـ روهیت شرما؛ د هند ملې لوبډلې،

۲ـ ډیموټي کرن‌نارتن؛ د سریلانکا ملې لوبډلې،

۳ـ مارنوس لبیسچېنج؛ د اسټرالیا ملې لوبډلې،

۴ـ کین ویلمسن؛ د نیوزیلنډ ملې لوبډلې،

۵ـ سټوی سمیت؛ د اسټرالیا ملې لوبډلې،

۶ـ بین سټوکس؛ د انګلستان ملې لوبډلې،

۷ـ ریشپ پنټ؛ د هند ملې لوبډلې،

۸ـ کیلي جېمسون؛ د نیوزیلنډ ملې لوبډلې،

۹ـ ایشواین؛ د هند ملې لوبډلې،

۱۰ـ پات کومینز؛ د اسټرالیا ملې لوبډلې،

۱۱ـ ټیم سوتي؛ د نیوزیلنډ ملې لوبډلې.

ایسفاین کریک انفو ددې لوبډلې لوبډلمشري د نیوزیلنډي کین ویلمسن ته ورکړې، چا چې خپل د هیواد ملې لوبډله د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ اتله لوبډله کړه.

 

 

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.