د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبغاړي او د کرکټ د نړۍ پیاوړي مبصر رمیز راجا ویلي، چې اوس وخت کې افغان لوبډله په اسانۍ سره کولای شي، د پاکستان لوبډله په شل اوریز کرکټ کې ماته کړي.
هغه زیاته کړې چې د حسن علي، شاداب خان او فهیم اشرف په څېر د پاکستان مهمو بالرانو په ځاځي خپل جادو ونه شو چلولی او ټول یې وټکول.
ده دا څرګندونې وروسته ترې دې کړي، چې ځاځي د پاکستان سوداګریزو کرکټ لوبو په درېیوو لوبو کې ځان لکه د ستوري وځلاوه او هره لوبه کې یې اورېج یا اوسط منډې ۵۱ اعشاریه پنځوس دي.
ځاځی درې ځلې د لوبې غوره لوبغاړی راغلی دی، چې یوه لوبه کې یې ۶۳ منډې بله کې ۷۷ منډې او بله کې یې ۶۶ منډې وکړې.
د راجا په خبره د ځاځي په څېر توپوهونکی چې له افغانستان سره په شل اوریز کرکټ کې وي، نو د مقابلې لوبډلې پر وړاندې یو ستر دېوال جوړېدای شي.
رمیز راجا وایي:
« خطرناکه خبره دا ده، چې د ځاځي په اړه پاکستاني کرکټ مینوال نه پوهېدل؛ خو د ځاځي په څېر نور ډېر لوبغاړي افغانستان کې شته دی. د افغانستان توپ اچوونکي هم خطرناک دي، دا دا جوتوي چې ځاځی یوه وړتیا ده او دا چاره افغانستان لا خطرناک کولای شي».
ده زیاته کړې ده چې دوی د مړوند سپېن بالران، راشدخان، مجیب الرحمن، نجیب الله ځدران او نورې وړتیاوې لري.
افغان لوبډله او شل اوریز کرکټ کې د لوبډلو لپاره سرخوږی
افغان لوبډله اوس د ځوانۍ پر لور روانه ده، ځکه د ځوانانو لخوا خورا مسلکي کرکټ پیل شوی دی او نوي لوبغاړي په افغانستان کې ډېر زیات موندل کېږي.
رحمان الله ګربز، نوین الحق، مجیب الرحمن، راشدخان ځوان لوبغاړي دي.
همدارنګه ځاځی هم په شل اوریز کرکټ کې خورا ښه ځلېږي او اوسمهال فوم کې هم دی.
که چېري له افغان لوبډلې ایکسپېر او زاړه لوبغاړي لېرې شي او پر ځای یې نوو لوبغاړو لکه شفیق الله غفاري، ابراهیم ځدران، ننګیالی خروټی، حزب الله دراني او ځېنو نورو لوبغاړو ته موقع ورکړي؛ نو لوبډله به لا پیاوړې شي او د خطرناکو لوبډلو پر وړاندې به ښې لوبې وکړي.
نو کرکټ کې باید واسطې ختمې شي او وړتیا ته موقع ورکړل شي؛ دا چاره افغان لوبډله او هم افغانستان د نړۍ په کچه ځلولی شي.