د نیوزیلنډ د کرکټ ملې لوبډلې لوبډلمشر کین ویلمسن د نیوزیلنډ ملې لوبډلې لپاره په ټیسټ سیالیو کې دویم زیاتې منډه جوړونکی لوبغاړی شو.
هغه د ټیسټ نړیوالي اتلولۍ په پایلوبه کې د ټیسټ سیالیو ټولیزي منډې ۷۱۷۸ ته ورسولې او تر ټایلر وروسته د نیوزیلنډ په تاریخ کې د ټیسټ سیالیو دویم زیاتې منډه جوړونکی لوبغاړی شو.
کین ویلمسن، چې په نیوزیلنډ لوبډله کې یې د ټیسټ سیالیو پیل په ۲۰۱۰م کال کې کړی، یادي ۷۱۷۸ منډې یې په ۱۰۸ لوبو کي کړي، چې په یوه ټیسټ لوبه کې یې ترټولو ډېرې منډې ۲۵۱ دي.
هغه په ټیسټ سیالیو کې ۱۹ سلیزې او ۳۵ بیا پنځوسیزې وهلې دي.
Kane Williamson today passed Stephen Fleming to become New Zealand's second-highest run-scorer in Tests 🙌#INDvNZ | #WTCFinal pic.twitter.com/aPx8c2lsPr
— ESPNcricinfo (@ESPNcricinfo) June 22, 2021
لس هغه لوبغاړي، چې د نیوزیلنډ لپاره یې ټیسټ سیالیو کې زیاتې منډې کړي
۱ـ ټایلر؛ ۲۰۰۷ـ۲۰۲۱، ۱۰۸ لوبې، ۷۵۱۷ منډې، ۱۹ سلیزي، ۳۵ پنځوسیزي.
۲ـ کین ویلمسن؛ ۲۰۱۰ـ۲۰۲۱، ۸۵ لوبې، ۷۱۷۸ منډې، ۲۴ سلیزي، ۳۲ پنځوسیزي.
۳ـ پلیمینګ؛ ۱۹۹۴ـ۲۰۰۸، ۱۱۱ لوبې، ۷۱۷۲ منډې، ۹ سلیزي، ۴۶ پنځوسیزي.
۴ـ مایکلم؛ ۲۰۰۴ـ۲۰۱۶، ۱۰۱ لوبې، ۶۴۵۳ منډې، ۱۲ سلیزي، ۳۱ پنځوسیزي.
۵ـ کرووي؛ ۱۹۸۲ـ۱۹۹۵، ۷۷ لوبې، ۵۴۴۴ منډې، ۱۷ سلیزي، ۱۸ پنځوسیزي.
۶ـ جګ رایټ؛ ۱۹۷۸ـ۱۹۹۳، ۸۲ لوبې، ۵۳۳۴ منډې، ۱۲ سلیزي، ۲۳ پنځوسیزي.
۷ـ نج آسټیل؛ ۱۹۹۶ـ۲۰۰۶، ۸۱ لوبې، ۴۷۰۲ منډې، ۱۱ سلیزي، ۲۴ پنځوسیزي.
۸ـ ویټووري؛ ۱۹۹۷ـ۲۰۱۴، ۱۱۲ لوبې، ۴۵۲۳ منډې، ۶ سلیزي، ۲۳ پنځوسیزي.
۹ـ تام لاتام؛ ۲۰۱۴ـ۲۰۲۱، ۵۹ لوبې، ۴۰۴۷ منډې، ۱۱ سلیزي، ۲۰ پنځوسیزي.
۱۰ـ بج واټلینګ؛ ۲۰۰۹ـ۲۰۲۱، ۷۵ لوبې، ۳۷۹۰ منډې، ۸ سلیزي، ۱۹ پنځوسیزي.