عمران طاهر؛ ایم ایس ډوني هوښیار لوبډلمشر دی

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د سویلي افریقا لوبډلې لېګ برېک بالر عمران طاهر ویلي دي، ډوني پوهېږي، چې د یو بالر لپاره چېرته فیلډر ودروي ترڅو د بونډري یا منډو مخنیوی وکړي.

نوموړی زیاتوي چې ډوني یو ښه رهبر دی، هوښیار دی او د لوبې هر اړخ ته یې پام وي.

طاهر د څو کلونو راهیسې د هندوستان په سوداګریزو لوبو کې د چینای سوپر کېنګز لوبډلې په ګټه لوبېږي او د ډوني لوبډلمشري یې تجربه کړې ده.

د طاهر په خبر ډوني هم د دایرې دننه او هم بهر داسې ځایونو کې فیلډران ودروي، چې توپ سیده ډګر ساتونکي ته ورځي او د منډو جوړولو مخه نیول کېږي.

عمران طاهر وایي:

«  د باتدبیره او ښه لوبډلمشر ښه والی په دې کې دی، چې هغه له خپله ځانه داسې ډګر ساتنه ترتیبوي، چې ته یې غواړې، ډوني داسې ډګرساتونکي ودروي، چې څه پکې نه شې ویلی».

ده زیاته کړې ده چې دی د ډوني، فاف ډوپلیسي او شعیب ملک تر لوبډلمشرۍ لاندې ارام وي او بې فشاره لوبه کوي، ځکه دوی درې واړه پوهېږي، چې زه څه غواړم.

ډوني په ‌آی‌پي‌اېل کې، شعیب ملک په سي‌پي‌اېل کې او فاف ډوپلیسي یې د افریقا په لوبډله کې لوبډلمشر پاتې شوی دی.

عمران طاهر ښایي دا څرګندونې ځکه کړې وي، چې نوموړی اوس د پاکستان سوداګریز کرکټ لیګ کې د محمد رضوان ترمشرۍ لاندې د ملتان سلطان په لوبډله کې لوبېږي او د هغه له لوبډلمشرۍ به لږ څه ناراضه وي.

 

ایم ایس ډوني

هغه لوبډلمشر دی چې له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۵ پورې د هند لپاره بریالی تمام شوی دی.

په ۲۰۰۷ کې یې په سویلي افریقا کې د خپلې لوبډلمشرۍ په لومړي کال خپله لوبډله د شل اوریز جام په اتلولۍ ونازوله.

دا یې د بریا لومړی قدم و.

په ۲۰۱۱ کې یې نړیوال پنځوس اوریز جام وګاټه او دا یې دویمه ستره رهبري وه.

په ۲۰۱۳ کې یې چمپیئن ټرافي وګټله، چې دا یې درېیمه ستره لاسته راوړنه وه.

دا نو د هندوستان د کرکټ په تاریخ کې یواځینی لوبډلمشر دی، چې درې اتلولۍ د خپل هېواد خلکو په ویاړ ګټلي دي او اوس یې نوم د کرکټ د تاریخ په زرینو کرښو لیکل شوی دی.