د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو سلو توپاچونکی مجیب ځدران، چې د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې اخیستل شوی، د راپورونو له مخې هغه به سبا دوشنبه له خپلې لوبډلې «میډلیسکس» سره یوځای شي.
دا لوبډله د انګلستان په یاد لیګ کې خپله راتلونکې لوبه د پنجشنبې په ورځ ترسره کوي، چې مجیب ځدران به هم په یاده لوبه کې ورسره ولوبیږي.
راپورونه وايي، چې هغه څو ورځې وړاندې د انګلستان په ویټالټي بلاسټ سیالیو کې د لوبېدو په موخه انګلستان ته سفر کړی و، خو د کورونا وبا له امله په سربیا هیواد کې کرنتین و او تازه خپله مجیبځدران ویلې، چې کرنتین یې خلاص شوی او د خدای ج شکر یې ادا کړی.
مجیب ځدران پر خپلې رسمي ټویټرپاڼې لیکلې: الحمدالله د قرنطین وروستۍ ورځ!
#Alhamdullilah last #day of #quarantine pic.twitter.com/9HsPjo3QPt
— Muj R 88 (@Mujeeb_R88) June 19, 2021
د انګلستان ویټالټي بلاسټ سیالۍ او پکې افغان لوبغاړي
د انګلستان ویټالټي بلاسټ سیالۍ د روان ۲۰۲۱م کال د جون میاشتې په ۹مه نېټه د اتلس لوبډلو ترمنځ پيل شوې او د سیپټمبر میاشتې تر ۲۱مې نېټې پوري به دوام وکړي.
ددې لیګ په سږنیو لوبو کې اوس نوینالحق، محمدنبي او قیساحمد له خپلو لوبډلو سره یوځای دي او ورسره لوبیږي، چې مجیب ځدران به هم ډېر ژر له خپلې لوبډلې سره یوځای او بیا ولوبیږي.
ددې ترڅنګ بل نامتو افغان لوبغاړی راشدخان هم د پاکستان په سوپرلیګ کې له خپلې لوبډلې لاهور قلندرز څخه جلا، چې ډېر ژر به انګلستان ته سفر وکړي او له خپلې لوبډلې سره به یوځای شي.