د پاکستان سوداګریزو کرکټ لوبو بیا ځل د جون په ۹مه په دوبۍ کې پیل شوې وې، په دې لوبو کې راشدخان، محمدنبي عیسی خېل، مجیب الرحمن، حضرت الله ځاځی، نجیب الله ځدران، رحمان الله ګربز، ظاهرخان، نوراحمد لکڼوال او وقارسلام خېل ولوبېدل.
محمدنبي او مجیب د دویم ځل پیل لپاره بیا په دې لیګ کې ونه لوبېدل او د انګلستان بلاسټ سیالیو لپاره یې ځان چمتو کړ.
مجیب الرحمن لا هم د ویزې د ستونزې له امله انګلستان ته نه دی تللی.
د پاکستان سوپرلیګ کې د راشدخان دې لوبډله له ټورنمنټ بهرشوه
د شنبې په مازیګر او ماسختن د کراچۍ، کوېټې، اسلام اباد او ملتان سلطان ترمنځ د لومړي پړاو وروستۍ لوبې ترسره شوې.
په لومړۍ لوبه کې یې کراچۍ کېنګز، کوېټې ته ماته ورکړه او کراچۍ دویم پړاو یا ایلېمېنټر برخې ته لار وموندله، د کوېټې لوبډله له سیالیو بهر شوه.
ورپسې لوبه کې چې د شپې په لس نیمو بجو پیل شوه، اسلام اباد پکې ملتان ته په ۴ وېکټو ماته ورکړه.
خو دا چې د ملتان لوبډله د نومرو په جدول کې دویم وه او نېټ رن رېټ یې هم مثبت و، نو دویم پړاو ته ولاړه او د راشدخان دې لوبډله لاهور قلندرز چې نومرې یې لس وې او نېټ رن رېټ یې منفي نو له سیالیو بهر شوه.
تېره شپه لوبه کې نجیب الله ځدران ۱۲ منډې وکړې او نوراحمد لکڼوال په ۴ اورونو کې ۲۹ منډې ورکړې او د وېکټې په اخیستلو بریالی نشو.
د اېلېمېنېټر او کوالیفایر پړاو لوبې
نن د یکشنبې په ورځ په دې لیګ کې لوبې نشته؛ خو د دوشنبې په مازیګر پنځه نیمې بجې اسلام اباد او ملتان سلطان کوالیفایر لوبه کوي، مطلب دا چې دې لوبه کې هره لوبډله سیالي وګټي، مستقیاَ پایلوبې ته ځي؛ کومه لوبډله چې لوبه وبایلي، هغه بله موقع هم لري، د پېښور زلمي او کراچۍ ترمنځ ګټونکې لوبډلې سره به لوبه کوي.
د پېښورزلمي او کراچۍ ترمنځ لوبه د دوشنبې په ماخستن لس نیمې بجې پیلیږي، دې سیالۍ کې چې هره لوبډله لوبه وګټي، هغه د ملتان او اسلام اباد ترمنځ د بایلونکې لوبډلې سره لوبه کوي.
که پېښور زلمي او کراچي کېنګز کې هره لوبډله لوبه وبایلي له سیالیو بهر کېږي.
د پاکستان سوداګریزو کرکټ لوبو پایلوبه د جون په ۲۴ مه د راتلونکې پنجشنبې په ورځ ترسره کېږي.
پېښورزلمي او اسلام اباد دوه، دوه ځلې اتلولۍ ګټلي او یو ځل اتلولي کراچۍ ګټلې ده او دا یې شپږم پړاو دی.