بلاسټ سیالیو کې د افغان لوبغاړو لوبې

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

د انګلستان وېټلېټي بلاسټ شل اوریزې لوبې د جون په نهمه د  اتلس لوبډلو په ګډون پیل شوي دي.

په دې لیګ کې قیس احمد، نوین الحق او محمدنبي عیسی خېل تر دې دمه راڅرګند شوي دي.

ډېری لوستونکو پوښتنه کړې، چې ایا رښتیا هم محمد نبي په بلاسټ سیالیو کې ۹۴ منډې کړي دي؟

ځواب یې نه دی، ځکه محمدنبي عیسی خېل د جمعې په ورځ له خپلې لوبډلې نارتمټن سره ملګری شوی او په دې ورځ د باران له امله لوبه ونشوه.

د دوی لوبډلې پنځه لوبې کړي، چې ۳ یې ګټلي، یوه یې بایللې او یوه یې تېره ورځ بې پایلې شوه.

د نوین الحق دې اړوند لوبډلې ۵ لوبې کړي دي، چې ټولې یې بایللي او په شمالي ګروپ کې یې لوبډلې وروستی ځای نیولی دی.

نوین الحق په دې لیګ کې ۱۰ وېکټې اخیستي دي.

د قیس احمد دې اړوند لوبډله کېنټ په جنوبي ګروپ کې لوبېږي، چې ۵ لوبو کې یې ۴ ګټلي دي او دویم ځای یې خپل کړی دی.

قیس احمد په دوه لوبو کې ۷ اورونه کړي، ۶۰ منډې یې ورکړي او یوه وېکټ یې ترلاسه کړې ده.

نن د شنبې په ورځ په دې لیګ کې یواځې یوه لوبه ده او د افغانستان پر وخت د شپې په لس نیمې بجې کېږي، دا لوبه د سمرسېټ او ګلامورګن ترمنځ ده او دواړو لوبډلو کې افغان لوبغاړی نشته.

د یکشنبې په ورځ د نوین الحق او محمدنبي لوبه

د مازیګر په شپږ بجو د قیس احمد دې لوبه ده او بله لوبه د مازیګر په شپږ بجو د نارتمټن شایر او لېسېسټرشایر ترمنځ ده، چې نارتمټن شایر کې محمدنبي او لېسېسټرشایر کې نوین الحق لوبېږي.

کېدای شي ډېر ژر مجیب الرحمن هم له مېډل سېکس لوبډلې سره یو ځای شي.

دا لیګ د سپټمبر په ۱۸مه پای ته رسېږي.