ژباړه: محمد عزيز پردېس
( ايا هڅه مو کړې چې د نويو کړنلارو په څېړلو او د متفاوتو تجربو په ترسره کولو سره، د نوي موقيعت پر وړاندې غبرګون ښکاره کړئ؟ )
بدلون يا تغير د انسان د چاپېريال اجتناب نه منونکې برخه ده. فصلونه راځي او ځي. غيرمنتظره پېښې رامنځ ته کېږي. نوې اختراع ګانې ترسره کېږي، خو مونږ ډېری وخت د بدلون او تغير سره ښه برخورد او چلند نه کوو.
په اوسنۍ چټکه نړۍ کې يې علت دا دی چې د تغيير نرخ په دومره انداز لوړ دی چې مونږ نشو کولی مخه يې ونيسو. امريکايي ټولنپوه او منتقد آلوين ټافلر په دې اړه داسې وايي: د تغير نرخ يوه بشپړه نوې ټولنيزه نيرو او د تغير يو چټک جريان دی چې پر وخت خپل اغېز پرېږدي. نړيواله سوداګري، انټرنېټ او ډيجيټالۍ ځواک په دې مانا چې، يانې د دمه کولو او فکر کولو لپاره وخت نشته.
پرمختګونه پر مونږ باندې دا لازمي کوي چې تل خپل ذهن ته پراختيا ورکړو. څه چې د يو ښه هوش درلودو لپاره اړين دي، هغه په هغې ټولنې پورې اړه لري چې مونږ پکې ژوند کوو. خو مونږ اړ يوو ترڅو د عاطفي اغېزو د مقابلې لپاره تغيرات رامنځ ته کړو.
په دې مقاله کې به تاسو ته ځينې لارښوونې دروښودل شي، ترڅو د هغو په مرسته وشئ کولی د عواطفو د مديريت، د بدلون د چلند او نړۍ ليد ( جهان بيني ) سره بلد شئ او د دې وړتيا پيدا کړئ چې په دې نامطمينه نړۍ کې د بقا د دوام لپاره مطابقت وکړئ.
د ټيليفون زنګ راځي، تاسو ته ويل کېږي چې ملګری مو ناروغ دی، ايا دې ته چمتو ياست چې د کور څخه بهر ووځئ؟ شرکت مو اعلان کوي چې خپل دفترونه مو بل ښار ته ولېږدوئ. ستاسو د ژوند شريکه پوهنتون ته بريالۍ شوې، بايد بل کار ترسره کړي او خپل وخت په بل ډول ولګوي. برنامې تغير مومي. هر څه د حرکت په حال کې دي. افراد بدلېږي. خو ستاسو احساس څه ډول دی؟
د عواطفو بدلون معمولا له منفي احساساتو پيلېږي. کله چې هرڅه قطعي او د وړاندوينې وړ وي، نو راحته ژوند به لرو. له مطمينو کړنلارو ګټه اخلو او د ازمويل شويو لارو څخه ډډه کوو. خو کومه نړۍ چې مونږ پکې ژوند کوو ثابته او ولاړه نه ده. تل د غير قطعي ستونزو په منځ کې ګير پاتې کېږو او بايد بياځلې هڅه وکړو. يو څه رامنځ ته کوو او ګورو چې بايد د هغه په اړه ډېرې پوښتنې وکړو او په اړه يې په ډېره کچه مالومات ترلاسه کړو او لاهم د هغو نورو ستونزو او پېچلتياوو ته مو پام کېږي.
په ناڅاپي ډول د خوراکي توکو ورکېدل او يا هم د هوا او اوبو بدلون هغه تهديدوونکي موقيعتونه دي چې زمونږ نيکونو د هغو پر وړاندې غبرګون ښودلی دی. غښتلو احساساتو، هغوی دې ته هڅولي چې خپله بقا تضمين کړي. د بدلون او تغير په برخه کې غښتلي احساسات د دوو څيزونو پورې اړه لري: د تغير جديت او د هغه د اجبار درجه.
کله چې د لومړي ځل لپاره متوجه شوئ چې يو څه بدلون موندلی يا تغير شوي، نو څه احساس مو درلود؟ معمولا خلک لږ عصبي کېږي. ډېری وخت د بې عدالتۍ جدي احساس رامنځ ته کېږي او ترټولو څرګند غبرګون يې پر وړاندې مقابله ده.
دويم مروج غبرګون، د هغې ستونزې د لرې کېدو په هيله د هغه موقيعت څخه په اګاهانه يا نا اګاهانه ډول ډډه کول دي. دا امر د دې لامل ګرځي چې د شاتګ احساس وکړئ، په ځانګړي ډول که د شاوخوا کسان مو د دې وضيعت په اړه مالومات ونه لري.
ايا هڅه مو کړې چې د نويو کړنلارو په څېړلو او د متفاوتو تجربو په ترسره کولو سره؛ د نوي موقعیت پر وړاندې غبرګون ښکاره کړئ؟ ډېری وختونه د نويو تجربو په ترسره کولو سره نوې لارې او ښه کارونه موندلی شئ.
ايا دا ستاسو د ښه احساس او خوښۍ لامل نه کېږي؟ ايا پر منفي عواطفو برلاسي کېدلو، د وضعیت د کنټرول احساس او د تغير جوړښت سره نه مخامخېږئ؟
د بدلون او تغير د احساساتو د کنټرول لپاره له دې وړانديزونو ګټه پورته کړئ:
زير واوسئ او د تغير هغه اړخونه چې د منفي احساساتو د رامنځ ته کېدو لامل کېږي، مشخص کړئ. که مو دا اجازه ورکړه چې د ډار او غم احساس، ستاسو ژوند تر خپلې ولکې لاندې راولي؛ خپلې عملي وړتياوې به له لاسه ورکړئ.
د تېر په اړه مو فکر وکړئ. ځيني شيان ستاسو په ژوندانه کې په بشپړ ډول نوي دي. د ورته يا مشابه وضعیتونو په اړه فکر وکړئ، چې څنګه مو ورسره چلند کړی.
د خپل ځان سره رښتيني واوسئ. بدلون او تغير پای نه مومي او کولی شي تاسو پوښتنو کولو ته اړ کړي، خو که بهرنيو پېښو ممکن بدلون موندلی وي؛ تاسو تر اوسه هم همغه پخوانی او د خپل هويت شخص ياست.
يوه عملياتي برنامه رامنځ ته کړئ. خپل ذهن مو د شته نوښتيزو کړنلارو سره مخامخ کړئ، ترڅو تاسو سره مرسته وکړي چې د کنټرول حس مو بياځلې ومومئ. هڅه وکړئ چې خپل ځان ته مو ډېر انتخابونه ولرئ. کله چې د انتخاب دوه برخې ولرئ، نو د دوه لارو سره به مخامخ شئ. که د دوو څخه ډېر وي، نو انتخاب به ولرئ.