انسټاګرام کې د رونالډو تعقیبونکي ۳۰۰ میلیونه کسانو ته ورسېدل

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د پرتګال هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او د ایټالوي کلب یوونټوس د تکړه او نامتو فوټبال لوبغاړي کریسټیانو رونالډو تعقیبونکي په انسټاګرام کې ۳۰۰ میلیونه کسانو ته ورسېدل، چې په دې سره په نړۍ کې لومړنی کس دی، چې په انسټاګرام کې دومره تعقیبونکي لري.

د تېر ۱۳۹۹ کال په جدې میاشت کې د رونالډو تعقیبونکي ۲۵۰ میلیونه کسانو ته ورسېدل، خو په دې کمه موده کې یې بیا، چې یوازې شپږ میاشتې کیږي، ۵۰ میلیونه نور تعقیبونکي پیداکړل او اوس یې دا شمېر ۳۰۰ میلیونه کسانو ته ورسېد.

یوه بله د حیرانتیا خبره داده، چې «۳۶۰ سپورټ» په انسټاګرام کې د رونالډو د تعقیبونکو پرتلنه د ایټالیا هیواد د لومړي درجه لیګ له ټولو لوبډلو سره کړې، چې پکې د یاد لیګ ټولې لوبډلې ۷۰ میلیونه پالورز لري، چې رونالډو تر یادو کلبونو ۲۳۰ میلیونه زیات پالورز لري.

د انسټاګرام په ګډون په نورو ټولنیزو رسنیو کې د رونالډو ټول تعقیبونکي تر ۵۰۰ میلیونه زیات دي، چې په ټولنیزو رسنیو کې په نړۍ کې تر ټولو زیات تعقیبونکی کس پېژندل کیږي.

 

په انسټاګرام کې لس زیات پالورز درلودونکې

 

۱ـ کریسټیانو رونالډو؛ د پرتګال ملې لوبډلې او یوونټوس کلب د فوټبال لوبغاړی، ۳۰۰ میلیونه پالورزه.

۲ـ د رووک؛ د امریکا تکړه فلمي ستوری، ۲۴۶ میلیونه پالورزه.

۳ـ اریانا ګرېنډي؛ امریکايي سندرغاړې او فلمې ستورې، ۲۴۴ میلیونه پالورزه.

۴ـ کیلي جېنر؛ امریکايي موډله او سوداګره، ۲۴۱ میلیونه پالورزه.

۵ـ سیلینا ګومز؛ امریکايي سندرغاړې، ۲۳۸ میلیونه پالورزه.

۶ـ کېم کاردیشیان؛ امریکايي موډله او فلمې لوبغاړې، ۲۲۹ میلیونه پالورزه.

۷ـ لیونل میسي؛ د ارجنټاین ملې لوبډلې او بارسلونا کلب نامتو فوټبالر، ۲۱۸ میلیونه پالورزه.

۸ـ بیانس؛ امریکایي سندرو جوړونکې او لوبغاړې، ۱۸۶ میلیونه پالورزه.

۹ـ جاستین بیبر؛ کاناډايي سندرغاړی، ۱۷۸ میلیونه پالورزه.

۱۰ـ کینډال جېنر؛ امریکايي موډله، ۱۷۰ میلیونه پالورزه.

 

https://www.facebook.com/photo/?fbid=351179646364947&set=a.274973270652252&__cft__[0]=AZWYiWYY1MU5hgpgAfe3-388YICDjwMdbhPxeA_guO-Yfi2n_39d7-sCZKz6cHNa1Q81AQzQfwMKpDTXS1TYBD0Cd0Tq63ti1vaIUwTiXNanfHYj1bphvK-Xgt2Ja86Vywpp4TyQ_DlhlUdZj5vPBxcU&__tn__=EH-R

 

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.