تمه وه چې د کرابیئن یا ویسټ انډیز سوداګریزې کرکټ لوبې د اګسټ په ۲۸مه پیل شوې وای؛ چې له دې امله یې د هندوستان لوبو او آیپياېل سیالیو کې د لوبغاړو د لوبېدو ستونزه رامنځته کېده.
د هندوستان سوداګریزې کرکټ لوبې په سپټمبر کې پیلیږي او پاتې ۳۱ لوبې به یې ترسره شي.
څه موده وړاندې ځېنو رسنیو اعلان کړی و، چې د ویسټ انډیزلوبغاړي په پاتې آیپياېل سیالیو کې نشي لوبېدای او وجه یې د سيپياېل لوبو پیل و.
خو اوس د هندوستان کرکټ بورډ له ویسټ انډیز کرکټ بورډ څخه غوښتي، چې د سي پي اېل سیالیو نېټه لږ څه بدله کړي.
اوس د ویسټ انډیز کرکټ بورډ ویلي چې سي پي اېل لوبې به د اګسټ په ۲۵ مه پیل شي او د سټپمبر په ۱۵ مه به پای ته ورسېږي.
په دې لیګ کې ټولې ۳۳ لوبې کېږي، چې افغان لوبغاړي پکې هم اخیستل شوي دي.
رحمان الله ګربز، نوین الحق، راشدخان، محمدنبي عیسی خېل، قیس احمد په دې لیګ کې اخیستل شوي دي.
په تېر کې ظاهرخان پکتین هم دې لیګ کې لوبېدلی دی.
بل پلو د هندوستان سوداګریزو لوبو پاتې سیالۍ د سپټمبر په ۱۸ یا ۱۹ مه په دوبۍ کې پیلیږي.
اوس د هندوستان لوبډله په انګلستان کې ده، هلته یې له نیوزیلېنډ سره د ټېسټ قهرمانۍ پایلوبه پیل کړې ده.
دا لوبه د جمعې په ورځ پیلیده؛ خو په دې ورځ د باران له امله پیل نشوه.
همدرانګه د هند لوبډله به په انګلستان کې له انګلستان سره ۵ ټېسټ لوبې هم ترسره کړي.
اخوا بیا په انګلستان کې د بلاسټ سیالیو اتلسم پړاو د جون په ۹ مه پیل شوی دی او تر سپټمبر اتلسمې به دوام وکړي.
نو د کورونا وایروس د زیاتوالي له امله د نړۍ د کرکټ کې مهالوېشې تر ډېره پورې بې نظمه شوې، د افغان او سریلانکا لوبې په جون کې ونه شوې، اوس به د انګلستان لیګ جریان کې وي، چې ورسره به د ویسټ انډیز لیګ پیل شي، ډېری لوبغاړي به سي پي اېل ته ولاړ شي او ویسټ انډیزي لوبغاړي به نور لیګونه پرېږدي.
افغان لوبغاړي به سپټمبر کې له پاکستان سره درې یو ورځنۍ لوبې وکړي او نور لیګونه به د خپلو لوبو لپاره پرېږدي.
نو دا او دېته ورته نوره ګډوډي په کرکټ لوبو کې د مهالوېش په لحاظ د کورونا وبا له امله رامنځته شوي دي.