په نړيوال يو ورځني کریکټ کې د هیوادونو په کچه تر ټولو ښه توپ اچوونه

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

ځيني توپ اچوونکې سته چې د خپل هیواد لپاره یې په نړيوالو یو ورځنيو لوبو کې تر ټولو ښه توپ اچوونه کړې وي.

د يو ورځنیو لوبو تاریخ اوږد دی خو په همدې تاریخ کې ځینو لوبغاړو تاریخ جوړ کړی او نومونه یې د هرچا پر خوله وي.

شاید تاسو خبریاست چې په یوه نړيواله یو ورځنۍ لوبه کې د افغانستان لپاره کوم توپ اچوونکې ښه توپ اچوونه کړې ،خو موږ دلته د ١٢ هغو هیوادونو لوبغاړي درښيو چې د ټیسټ کریکټ اجازه لري.

١_ سريلانکا د خپل کريکټ په تاریخ کې غوره توپ اچوونکې درلودله چې چميندا واس يې يو مثال دی.

چميندا واس په يوه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې د هر هيواد تر لوبغاړي ښه توپ اچوونه کړې.

٢_ د پاکستان د کریکټ تر ټولو محبوب لوبغاړی شاهد افرېدی هم پدې توانېدلی چې د يوې يو ورځنۍ لوبې د ښې توپ اچوونې ريکارډ په خپل نوم کړي.

افريدي د ١٢ منډو په مقابل کې ٧ ويکټې ترلاسه کړي چې دا د نړیوالو يو ورځنيو لوبو د تاريخ دويمه ښه توپ اچوونه ده.

نوموړي د ١٩ منډو په مقابل کې ٨ ويکټې ترلاسه کړي چې لومړی مقام لري.

٣_د اسټراليا لپاره بيا تېز توپ اچوونکې ګلین مکګرات په یوه لوبه کې د ١٥ منډو په ورکولو سره ٧ ویکټې ترلاسه کړي، چې دا د يو ورځنیو لوبو د تاريخ درېيمه غوره توپ اچوونه ده.

٤_ د افغانستان لپاره په يو ورځنيو لوبو کې تر ټولو ښه توپ اچوونه راشدخان کړې.

راشد د ویسټ انډيز په وړاندې يو ورځنۍ لوبه کې د ١٨ منډو په ورکولو سره ٧ ويکټې ترلاسه کړي چې دا د يو ورځنيو لوبو په تاريخ څلورمه ښه توپ اچوونه ده.

٥_د نيوزلينډ کريکټ چې اوسمهال کافي تيز توپ اچوونکې لري خو تېم صودي بيا تر نورو پدې ريکارډ کې مخکښ دی.

صودي د ٣٣ منډو په مقابل کې ٧ ويکټې ترلاسه کړيدي.

٦_ سويلي افريقا لپاره عمران طاهر چې هره ویکټه په ځانګړي انداز لمانځي دې ريکارډ کې خپل نوم ثبت کړيدی.

عمران په يوې نړیواله يو ورځنۍ لوبه کې د ٤٥ منډو په مقابل کې ٧ ويکټې ترلاسه کړيدي.

٧_ د ویسټ انډيز لپاره بيا ویسټن ډاویس د خپل هيواد په کچه تر ټولو غوره توپ اچوونه کړې.

ډاويس په يوه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې د ٥١ منډو په مقابل کې ٧ ويکټې ترلاسه کړي دي.

٨_ سټوارټ بيني بيا د هندوستان لپاره په يوه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې د څلورو منډو په مقابل کې ٦ ويکټې ترلاسه کړيدي.

٩_ د زيمبابوې لپاره په نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې هينري اولونګا دا کارنامه کړې.

هنري پدې توانېدلی چې د خپل هيواد په کچه يوه نړيواله يو ورځنۍ لوبه کې د ١٩ منډو په مقابل کې ٦ ويکټې ترلاسه کړي.

١٠ _ د بنګلدېش لپاره مشرفي مرتضی د ٢٦ منډو په مقابل کې ٦ لوبغاړي سوځولي دي.

١١_ د انګلستان د کریکټ پدې تاريخي دور کې پاول کولینګ ووډ پدې توانېدلی چې د خپل هیواد په کچه په يو ورځنيو لوبو کې تر ټولو ډېرې ويکټې ترلاسه کړي.

نوموړي د ٣١ منډو په مقابل کې ٦ ويکټې ترلاسه کړيدي.

١٢_ ايرلينډي الراونډر پاول سټرلینګ بیا د خپل هیواد په کچه يو غوره کریکټر دی.

سټرلینګ په یوه نړیواله يو ورځنۍ لوبه کې د ٥٥ منډو په مقابل کې ٦ ويکټې ترلاسه کړيدي.