د اسپانیا فوټبال ملې لوبډلې او د اسپانوي فوټبال کلب «ریال ماډریډ» تکړه او نامتو لوبغاړی سرجیو راموس د ریال ماډریډ کلب څخه تر ۱۶ کالو لوبېدو وروسته جلا شو.
هغه د ریال ماډریډ کلب لپاره ۶۷۱ لوبې وکړې، پکې ۱۰۱ ګولونه یې ولګول او ټول یې ۲۲ بېلابیلو جامونه ترلاسه کړل او دې کلب دده تر لوبډلمشرۍ لاندي ۱۲ جامونه وګټل.
ددې ترڅنګ هغه په خپل لوبیز ژوند کې نورو لوبغاړو ته ۴۱ د ګول پاسونه هم ورکړې دي، چې دا ګولوهنې او د ګول پاسونه هیڅ یوه بل دفاعي لوبغاړي نه دي کړي.
لا تراوسه معلومه نه ده، چي سرجیو راموس به د کم کلب سره یوځای شي.
په ریال ماډریډ لوبډله کې د سرجیو راموس کارنامې
۱ـ ۱۶ کلونه «۱۶ پړاونه» په دې کلب کې ولوبېد.
۲ـ ټولې ۶۷۱ رسمې لوبې یې په دې کلب کې وکړې.
۳ـ ددې کلب لپاره یې خورا په مهمو وختونو کې ۱۰۱ ګولونه لګولي.
۴ـ د ریال ماډریډ کلب سره یې یوځای پنځه ځلې د اسپانیا لالیګا لیګ ګټلی.
۵ـ د ریال ماډریډ کلب سره یې یوځای څلور ځلې د اروپا د اتلانو لیګ ګټلی.
۶ـ د ریال ماډریډ کلب سره یې یوځای دوه ځلې د اسپانیا کوپادیلرې کپ ګټلی.
۷ـ د ریال ماډرید کلب سره یې یوځای څلور ځلې د اسپانیا سوپر کپ ګټلی.
۸ـ د ریال ماډریډ کلب سره یې یوځای درې ځلې د اروپا سوپر کپ ګټلی.
۹ـ د ریال ماډرید کلب سره یې یوځای څلور ځلې د کلبونو ترمنځ نړیوال جام ګټلی.
https://www.facebook.com/photo/?fbid=349795619836683&set=a.274973270652252&__cft__[0]=AZXfMNjVK1mMixdeUAf1C5nsLE6sVUKU331iW03x8voFjbQkCoBCD_t-019PWHtlQJ3WD1TWw2aNbp314lT6Mgr91bTOr3bL36zRycOCHXqeA0-Oag8fzGJ1ge8RifmCXZazOfutJKkBnvTL76U056uE&__tn__=EH-R