په دوو لیګونو کې درېیوو افغان لوبغاړو څلور وېکټې واخیستې

سپینه تجريدي ډیزاین

 

تېره شپه درې افغان لوبغاړي د پاکستان او انګلستان سوداګریزو لیګونو کې ولوبېدل، چې هر لوبغاړي ښې لاسته راوړنې لرلې.

تېره شپه یواځې افغان بالران په لوبډلو کې شامل وو.

ظاهرخان پکتین په پاکستان سوپرلیګ لوبو کې د کوېټې په ګټه ولوبېد، چې د ملتان سلطان لوبډلې پر وړاندې یې ښه توپ اچونه وکړه.

هغه په څلورو اورونو کې ۲۵ منډې ورکړې او پاکستانی سهیب مقصود یې په ۵ منډو کلین بولډ کړ.

ملتان لوبډلې په شل اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره د شان مسعود د ۷۳ منډو او د جانسن چارلس د ۴۷ منډو په مرسته ۱۸۳ منډې وکړې.

کوېټې لوبډلې یې په ځواب کې په ۱۲ اعشاریه یو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۷۳ منډې وکړې او لوبه ترې ملتان سلطان په ۱۱۰ منډو وګټله.

عمران طاهر درې او عمران دوه لوبغاړي وسوځول.

نن پنجشنبه اسلام اباد د پېښورزلمي پر وړاندې مازیګر پنځه نیمې بجې او ماخستن مهال کراچۍ د لاهور پر وړاندې لوبه کوي.

 

بلاسټ سیالیو کې د قیس احمد او نوین الحق لوبه

قیس احمد چې د انګلستان په وېټلېټي بلاسټ سیالیو کې د کېنټ لوبډلې په ګټه لوبېږي، تېره شپه یې د ګلامورګن پر وړاندې لوبه کې په ۴ اورونو کې شل منډې ورکړې او یوه وېکټ یې ترلاسه کړه.

دا لوبه د قیس احمد دې لوبډلې په ۴۰ منډو وګټله.

د قیس احمد دې بله لوبه د یکشنبې په ورځ له اېسېکس لوبډلې ده.

تېره شپه نوین الحق یو ځل بیا د لېسېسټرشایر لوبډلې په ګټه غوره توپ اچونه وکړه.

هغه په ۴ اورونو کې ۲۰ منډې ورکړې او دوه وېکټې یې ترلاسه کړې.

په دې سره نوین الحق په بلاسټ لیګ کې په ۴ لوبو کې د خپلو وېکټو شمېر لسو ته ورساوه.

د نوین الحق دې بله لوبه د یکشنبې په ورځ د جون په ۲۰ مه له نارتمټن شایر لوبډلې سره کوي، دا لوبه ماښام شپږ بجې پیلیږي.

له نارتمټن شایر لوبډلې سره محمد نبي عیسی خېل هم لوبېږي.

نو په دې ډول یوه وېکټ ظاهرخان، یوه وېکټ قیس احمد او دوه وېکټې نوین الحق ترلاسه کړې او درې واړو څلورو وېکټې وغورځولې.