د سویلي افریقا کریکټ ملي لوبغاړی فاف ډوپلسيس د پاکستان لیګ په پاتې لوبو کې نسي لوبېدلای،او نن شپه خپل هیواد ته ځي.
د یکشنبې په ورځ د کوټي ګلاډیاټورز او پيښور زلمیو لوبډلو ترمنځ لوبه کې ډوپلسیس او د پاکستاني محمدحسنین د ټکر له امله ډوپلسیس د میدان څخه ووتی او نور د لوبې د کولو جوګه نه وو.
دوی دواړو دا هڅه کوله چې د ډیويډمیلر د توپ مخه ونیسي خو ځانونه یې کنټرول نسوای کړای او د حسنین زنګون د ډوپلسیس پر سر ولګېدی.
تر څو چې ډاکتر راتلی ډوپلسیس څو دقیقې په لوبغالي کې وو خو د لوبډلې مشران وايي چې د لوبغالې څخه تر وتلو وروسته یې نوموړی روغتون ته انتقال کړ.
ډوپلیسي خپله هم پر ټویټر اکاونټ لیکلي وه« له ټولو هغو ملګرو مننه کوم، چې د تسلۍ پېغامونه یې راستولي دي، زه اوس له روغتون څخه هوټل ته رانتقال سوی یم، ما د ټکر له امله د حافظې ځېنې برخه له لاسه ورکړې وه، کېدای سي ښه سم او هیله ده چې ژر به بېرته لوبو ته ستون سم».
Thank you everyone for all the messages of support. I'm back at the hotel recovering. Have concussion with some memory loss but I will be fine. Hopefully be back on the field soon. Much love. ❤️
— Faf Du Plessis (@faf1307) June 13, 2021
خو نوموړی جوړ نسو او نن شپه به عربي اماراتو څخه د سويلي افریقا پر لور حرکت کوي.
د کوټې لوبډلې رسل هم هغه مهال له لاسه ورکړ چې د محمد موسی په بونسر وویشتل سو او تر هغه وروسته یې بیا لوبه نده ترسره کړې.
دا لوبډله د پاکستان لیګ په شپږم پړاو کې د جدول په وروستي ځای کې ده.