کریکټ هغه لوبه ده چې په نړیواله کچه بې شمېره مینوال لري،خو په اسیايي هیوادونو کې يې مینوال په خورا شور سره تعقیبوي.
په نړیواله کچه د کریکټ نړۍ ته په زرګونو ملي لوبغاړي ور داخل سويدي خو د ګوتو په شمېر یې ستر ریکارډونه لري او په لسګونو هیوادونو کې مینوال لري.
موږ تاسو ته په یو ورځنیو لوبو کې ٣ هغه لوبډلمشران در پېژنو چې تر نورو یې ډېره لوبډلمشري کړې خو بریالي هم وي.
١- ریکي پونټینګ-اسټراليا
څوک چې کریکټ پېژني هغه به خامخا ريکي پونټینګ هم پېژني.
پونټينګ ددې سره سره چې يو بريالی لوبډلمشر وو یو فوق العاده لوبغاړی هم وو.
ريکي پونټينګ د اسټرالیا لپاره په ٢٣٠ يو ورځنیو لوبو کې د لوبډلمشر دنده ترسره کړې،نوموړي په دې لړ کې ١٦٥ لوبې ګټلي او ٥١ لوبې یې بايللي دي،٢ لوبې بې نتيجې سوي او د بريا فیصدي يې ٧٦.١٤ ده.
همدارنګه نوموړي د خپل هيواد لپاره څلور نړیوال جامونه هم ګټلي دي،اوسمهال په بیګباش او ای پي ایل کې د روزونکي په حیث دنده لري.
٢- مهندرا سینګ ډهوني- هندوستان
ډهوني په هندوستان کې ډېر محبوب لوبغاړی دی،د نړیوال کریکټ څخه اوس تقاعد دی خو لاهم په ای پي ايل لوبو کې د مینوالو د غوښتنې پر اساس لوبېږي.
ډهوني د هندوستان لپاره ٢٠٠ یو ورځنۍ لوبې ترسره کړيدي،چې پدې لړ کې يې ١١٠ ګټلي، ٥١ یې بايللي او ٥ لوبې بې نتيجې سويدي.
همدارنګه د يو ورځنیو لوبو په لوبډلمشرۍ کې د نوموړي د بريا فیصدي ٥٩.٥٢ ده.
نوموړي د هندوستان لپاره یو نړيوال جام او يوه چمپينز تراپي ګټلې ده.
٣- ګريم سمیت- سويلی افريقا
د سويلي افريقا کریکټ لوبډلې پخوا د ګریم سمیت په څېر لوبغاړې درلودله نو ځکه په خورا دبدبه کې وه.
سميت د سويلي افريقا لپاره په ١٥٠ لوبو کې لوبډلمشر پاته سويدی،ده پدې لړ کې ٩٢ لوبې ګټلې او ٥١ یې بايللي دي او یوازې يوه لوبه يې نتيجې سوېده.
د ګریم سميت د بریا فیصدي د یو ورځنیو لوبو په لوبډلمشرۍ کې ٦٤.٢٣ ده.
خو سميټ په خپلې لوبډلمشرۍ کې نړیوال جام ونه ګټی او تقاعد سو.