ژباړه: حماد هلال
پیسو سره د ماشومانو اشنا کول، پیسې څنګه لاسته راوړو او څنګه هغه مصرف کړو او د ماشومانو هڅه ول سپما ته کولی شي د هغوی په اقتصادي راتلوونکي کې مهم رول ولري.
څنګه ماشومانو سره د پیسو په اړه خبرې وکړو؟
دا یوه عاقلانه نظریه ده، چې د پیسو په اړه د ماشومانو روزنه له کم عمر څخه پیل کړو، موږ نه غواړو چې هغوی محروم کړو او همدارنګه د دې غوښتنکي یوو چې هغوی د پیسو ارزښت ته متوجې کړو. ماشومان ګوري چې پیسې یې د پلار له جیب څخه وځي، خو ډېری نه پوهېږي، چې پیسې څنګه لاسته راځي او څنګه ختمېږي. د پیسو ارزښت مو ماشومانو ته هغه وخت چې ډېر کوچنیان وي زده کړئ، تر څو بریالی راتلوونکی ولري.
ماشومانو ته د ژر زده کړې ورکولو ګټه دا ده چې په کم عمر کې زده کوي که د غېرې ضروري شیانو لپاره پیسې مصرف کړي ډېر زر به بې پیسو شي. زده که وي چې څه ډول باید پیسې مصرف کړي، څنګه پیسې سپما کړي او په راتلوونکي کې ښه ټاکنه ولري. که تاسو په عجیب ډول پیسې مصروفوئ یا اسراف کوئ، د بچیانو لپاره به مو د پیسو مدیریت کې مناسب مثال نه اوسئ. تاسو بیا نشئ کولی هغوی د ځوانۍ په وخت کې بد اقتصادي وضیعت باندې ملامت کړئ. دا د ښوونکو دنده نده چې په ښوونځې د پیسو اړوند هرڅه ماشومانو ته زده کړي؛ بلکې دا دنده د ماشوم د سرپرست یا والدینو ده.
د پیسو اړوند لغاتونو او مفاهیمو زده کولو طریقه
تل ماشومان داسې وروزئ، چې فقط د خپلو ضروري اړتیاوو لپاره لګښت وکړي. بیا وروسته هغوی ته یوه اندازه میاشتنۍ یا اونۍ وار پیسې ورکړئ( اونۍ وار د کم عمر لپاره او میاشتنۍ د مشرانو لپاره) هغوی ته اجازه ورکړئ، چې خپلې بودجه جه بندي کړي، ترڅو د خپلې خوښې وخت او کار کې مصرف کړي.
ماشوم وهڅوئ، چې د پیسو لاسته راوړلو او سپما کولو لپاره هڅه وکړي. وې هڅوئ چې دا کار ترسره کړئ، بیا وروسته وګورئ چې هغه د پیسو سپما لپاره یوې عاقلانه لارې ته اړتیا لري. د نوې ځوانانو لپاره د رخصتیو یا بعد له وخته کار پیداکړئ. بچیانو ته مو زده کړئ، د مهم موخو لپاره دې له ځينو تفریح ګانو تېر شي. د ماشومانو لپاره مو د سپما یوه اوږد مهاله او لنډمهاله برنامه جوړه کړئ.
د مثال په ډول: یو څه اندازه د خیریه کارونو لپاره، د جماعتونو لپاره، یو څه اندازه د اړتیا وړ توکو پېرلو لپاره. یو څه اندازه د لنډ مهاله سپما لپاره د مثال په ډول د لوبو وسایلو د پېریلو په خاطر او یوه اندازه پیسې د اوږد مهاله سپما لپاره د مثال په ډول د ټیکټونو اخیستلو یا میلمستیا په خاطر او یو څه اندازه د ضروري اړتیاوو لپاره لکه د خوړو خوړولو په پار. ځان ډاډه کړئ، چې بچیانو مو پیسې سپما کوي.
هغوی له خپلو مصارف خبر کړئ، که ممکنه وي په ګډه کار وکړئ او له هغوی وغواړئ چې خپل مصارف د مالیاتو کمولو لپاره کم کړي. د مثال په ډول د تلوېزیون او ګروپ بندول هغه وخت چې اړتیا ورته نه وي. د میاشتنیو لګښتونو کمولو لپاره دا غوره لار ده. هغوی ته وښایاست چې د پیسو اندازه څنګه لوړېږي، هغوی ته ورځينو فعالیتونو کې د پیسو مصرفول ور زده کړئ دمثال په ډول، که ماشوم د خپلو لوبو یوه لوبتکه ماتوي، هغه وخت چې بېرته په خپلو پیسو د هغې لوبتکې ځای ناستی واخلي د خپلو پیسو ارزښت ته متوجې کېږي.
د پیسو اړوند لوبې مرسته کوي، ترڅو ستاسو ماشومان د پیسو اړوند لغاتونه زده کړي. دا چې ماشوم مو زده کړي، چې خپلې پیسې په بې ارزښته کارونو مصرف نکړي، یوه مهم درس به وي.
کله چې ماشومان د خپلې سپما لپاره هڅه وکړي، هیجاني کېږي او په ځان ویاړي. هغوی وهڅوئ او جایزې ورکړئ، که ستاسو ماشومانو لویې او ګران بیه غوښتنې لري لکه د پارک تلل، تلوېزیونه او ټابلیټ اخیستل نو کولی شئ، چې ټوله کورنۍ ورسره په سپما کې مرسته وکړئ. د سپما لپاره یوه خزانه
په مناسب ځای کې کېښودل غوره لاره ده.
حقیقت کې تاسو د سپما هیله پیداکوئ. همکاري کول، د کورنۍ موخې لرل او دا لاسته راوړنې د ماشوم لپاره
ویاړ دی. ماشومان یې زده کوي، چې بامسؤلیته اوسي، سخت کار وکړي او د یو شتمن کس په څېر مشغول اوسي. د پورته لارښوونو په تعقیب ماشومان به د پانګوونې او سپمولو ارزښت درک کړي. هغوی ته زده کړئ، چې تل د کورنۍ څخه د کمک او پیسو لاسته راوړلو تمه ونلري، که څه شي غواړي د هغې لپاره دې هڅه وکړي او لاسته دې راوړي.