نیوزیلېنډ په تېرو ۲۲ کلونو کې له انګلستان څخه په انګلستان کې ټېسټ لوبلړۍ وګټله

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی

د نیوزیلېنډ او انګلستان ترمنځ ټولې ۱۰۷ ټېسټ لوبې شوي دي، چې له ۱۹۹۹ کال راهیسې دا لومړی ځل دی، چې نیوزیلېنډ په انګلستان کې له انګلستان څخه د ټېسټ لوبو لړۍ ګټي.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د روان کال د جون په دویمه د انګلستان په کوربتوب د دوو ټېسټ لوبو لړۍ پیل شوه.

لومړۍ لوبه مساوي یا ډرا شوه او دویمه لوبه کې بیا نیوزیلېنډ بریالی شو، چې د انګلستان لوبډله ماته شوه.

انګلستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۳۰۳ منډې کړې وې، چې روري برنز ۸۱ او لاورېنس پکې ۸۱ ناسوځېدلې منډې کړې وې.

ټرېنټ بولټ څلور او ماټ هینري درې وېکټې واخیستې.

نیوزیلېنډ د ډیون کانوی د ۸۰ منډو، د وېل یانګ د ۸۲ منډو او د راس ټایلر د ۸۰ منډو په مرسته ۳۸۸ منډې وکړې.

سټورټ براډ نیوزیلېنډ څلور لوبغاړي وسوځول.

نیوزیلېنډ په لومړۍ پاڼۍ توپوهنه کې په انګلستان ۸۵ منډې ور واړولې.

انګلستان په دویمه پاڼۍ توپوهنه کې ټولې ۱۲۲ منډې وکړې او نیوزیلېنډ ته یې ۳۷ منډې هدف ورکړ.

ماټ هېنري او نیئل نېګنر درې، درې وېکټې، ټرېنټ بولټ او اجز پټېل دوه، دوه وېکټې ترلاسه کړې.

نیوزیلېنډ هدف د دوه لوبغاړو په سوځېدو سره هدف پوره کړ او انګلستان ته یې په ۸ وېکټو ماته ورکړه.

دا له ۱۹۹۹ کال راهیسې لومړی ځل دی، چې نیوزیلېنډ له انګلستان څخه په لندن کې د دوو لوبو لوبلړۍ یو د دوه پر وړاندې وګټله.

eng and nz.JPG

د نیوزیلېنډ او انګلستان ټېسټ لوبې او بریاوې

۱۹۲۹ کې د انګلستان لوبډله نیوزیلېنډ ته تللې وه او د څلورو لوبو لړۍ یو د صفر پر وړاندې انګلستان وګټله، دې لوبلړۍ کې درې لوبې درا یا مساوي شوې.

۱۹۳۱ کې نیوزیلېنډ، انګلستان ته راغلی و، په درې لوبو کې یوه انګلستان وګټله او دوه مساوي شوې او لوبلړۍ د انګلستان په ګټه وشمېرل شوه.

۱۹۳۲ کې په نیوزیلېنډ کې دوه لوبې وشوې، چې دواړه مساوي شوې.

۱۹۳۷ کې په انګلستان کې درې لوبې وشوې، چې دوه لوبې مساوي شوې او یوه لوبه انګلستان وګټله او لوبلړۍ یې وګټله.

۱۹۴۶ کې یوه ټېسټ لوبه په نیوزیلېنډ کې وشوه، چې مساوي شوه.

۱۹۴۹ کې څلور ټېسټ لوبې په انګلستان کې وشوې، چې څلور واړه مساوي شوې.

۱۹۵۰ کې دوه لوبې په نیوزیلېنډ کې وشوې، چې یوه لوبه انګلستان وګټله او یوه ډرا یا مساوي شوه.

۱۹۵۴ کې دوه لوبې په نیوزیلېنډ کې وشوې، چې دواړه انګلستان وګټلې.

۱۹۵۸ کې ۵ لوبې د انګلستان په کوربتوب وشوې، چې څلور انګلستان وګټلې او یوه لوبه مساوي شوه.

۱۹۵۸ کې بیا نیوزیلېنډ کې دوه لوبې وشوې، چې یوه انګلستان وګټله او یوه مساوي شوه.

۱۹۶۲ کې درې لوبې نیوزیلېند کې وشوې، درې واړه انګلستان وګټلې.

۱۹۶۵ کې درې لوبې انګلستان کې ترسره شوې، چې درې واړه انګلستان خپلې کړې.

۱۹۶۵ کې بیا درې لوبې په نیوزیلېنډ کې وشوې، چې مساوي شوې.

۱۹۶۹ کې درې لوبې په انګلستان کې وشوې، چې دوه لوبې انګلستان وګټلې او یوه لوبه ډرا شوه.

۱۹۷۰ کې دوه لوبې نیوزیلېنډ کې وشوې، چې یوه مساوي شوه او یوه انګلستان وګټله.

۱۹۷۳ کې درې لوبې د انګلستان په کوربتوب ترسره شوې، چې انګلستان دوه لوبې وګټلې او یوه مساوي شوه.

۱۹۷۴ کې دوه لوبې نیوزیلېنډ کې وشوې، چې یوه لوبه انګلېنډ وګټله او یوه مساوي شوه.

۱۹۷۷ کې درې لوبې نیوزیلېنډ کې وشوې، چې یوه لوبه انګلستان، یوه نیوزیلېنډ وګټله او یوه مساوي شوه.

۱۹۷۸ کې درې لوبې انګلستان کې وشوې او درې واړه انګلستان وګټلې.

۱۹۸۳ کې څلور لوبې انګلستان کې وشوې، چې درې انګلستان او یوه نیوزیلېنډ وګټله.

۱۹۸۳ کې درې لوبې نیوزیلېنډ کې وشوې، چې یوه لوبه نیوزیلېنډ وګټله او دوه مساوي شوې او دا لومړی ځل و، چې له ۱۹۲۹ کال راهیسې دې هېواد لومړۍ لوبلړۍ وګټله.

۱۹۸۶ کې انګلستان کې درې یو ټېسټ لوبې وشوې، چې یوه نیوزیلېنډ وګټله او دوه مساوي شوې.

۱۹۸۷ کې درې لوبې نیوزیلېنډ کې وشوې، چې درې واړه مساوي شوې.

۱۹۹۰ کې درې لوبې انګلستان کې وشوې، چې یوه انګلستان وګټله او دوه مساوي شوې.

۱۹۹۱ کې درې لوبې نیوزیلېنډ کې وشوې، چې دوه انګلستان وګټلې او یوه لوبه مساوي شوه.

۱۹۹۴ کې درې لوبې په انګلستان کې وشوې، چې یوه انګلستان وګټله او دوه یې مساوي شوې.

۱۹۹۶ کې درې لوبې په نیوزیلېنډ کې شوې، چې دوه لوبې انګلستان وګټلې او یوه مساوي شوه.

۱۹۹۹ کې څلور لوبې په انګلستان کې وشوې، چې یوه انګلستان وګټله، دوه نیوزیلېنډ وګټلې او یوه لوبه مساوي شوه.

2.JPG

۲۰۰۱ کې نیوزیلېنډ کې درې لوبې وشوې، یوه انګلستان، یوه نیوزیلېنډ وګټله او یوه مساوي شوه.

۲۰۰۴ کې انګلستان کې درې لوبې وشوې، درې واړه انګلستان وګټلې.

۲۰۰۷ کې درې لوبې نیوزیلېنډ کې وشوې، چې دوه انګلستان او یوه نیوزیلېنډ وګټله.

۲۰۰۸ کې درې لوبې د انګلستان په کوربتوب وشوې، چې دوه انګلستان وګټلې او یوه مساوي شوه.

۲۰۱۲ کې درې لوبې په نیوزیلېنډ کې وشوې، چې درې واړه نیوزیلېنډ وګټلې.

۲۰۱۳ کې دوه انګلستان وګټلې او دواړه لوبې په انګلستان کې ترسره شوې.

۲۰۱۵ کې دوه لوبې په انګلستان کې وشوې، چې یوه نیوزیلېنډ او یوه انګلستان وګټله.

۲۰۱۷ کې دوه لوبې نیوزیلېنډ کې وشوې، چې یوه نیوزیلېنډ وګټله او یوه مساوي شوه.

۲۰۱۹ کې دوه لوبې نیوزیلېنډ کې وشوې، چې یوه نیوزیلېنډ وګټله او یوه مساوي شوه.

او ۲۰۲۱ کې دوه لوبې په انګلستان کې وشوې، چې یوه نیوزیلېنډ وګټله او یوه مساوي شوه.

په ۱۰۷ لوبو کې ۴۸ انګلستان ګټلي، ۱۲ نیوزیلېنډ ګټلي او ۴۷ مساوي یا ډرا شوي دي.

 

 

 

 

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.