د بنګلهدېش پیاوړي الراونډر شکېب الحسن د جمعې په ورځ د بنګلهدېش په داخلي ډیویژن لیګ لوبو کې د اېل بي ډبلیو اپیل څخه وروسته غوسه شو، وېکټې یې لومړی په لغته ووهلې او بیا یې راوویستې او په ځمکه یې وویشتې.
د شنبې په ورځ د جون په دولسمه د بنګلهدېش کرکټ بورډ پرېکړه وکړه، چې شکېب الحسن به په درېیوو لوبو کې د لوبېدو اجازه ونه لري او هم به پنځه لکه بنګلهدېشۍ ټاکه جرمانه ورکړي.
د محمدان کرکټ کلب چارواکو ویلي، چې په هغه د څلورو لوبو د بندیز خبره وشوه، خو بالاخره په درېیوو لوبو د بندیز لګولو سره سلا شول.
د ډاکې د کرکټ کمېټې مشر قاضي انعام ویلي، چې دا درېیمه درجه تېروتنه یا ګُناه وه.
د شکېب الحسن د تېرې جمعې ورځې د ګُناه په تړاو د بنګلهدېش د کرکټ بورډ او ځېنو نورو ورزشي چارواکو د څېړنې غوښتنه کړې وه او بالاخره رنګ یې راوړ.
شکېب الحسن د محمدان سپورټېنګ کلب لوبډلمشر و او د ارچ رایول اباني لوبډلې پر وړاندې یې غوسه راپارېدلې وه.
نوموړي د دې سربېره د بنګلهدېش د کرکټ بورډ ډایرېکټر محمود سره هم لفظي شخړه کړې وه.
هغه له پېښې وروسته هڅه وکړه، چې مشکل حل کړي او وروسته یې بیا د کرکټ له لوبغاړو، لوبڅارانو او ټولو مینوالو بښنه وغوښته او دعایې وکړه، چې له خدای هیله کوي، بیا ترې داسې کړنه تکرار نشي.
شکېب د جون په څلورمه هم د تمرین پرمهال له بالرانو سره لانجه کړې وه او دا یې دویم ځل و، چې ستونزه یې جوړه کړه.
حسن په ۲۰۱۹م کې د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د دوو کلونو لپاره بندیز سره مخ شوی.
نوموړی په کرکټ کې په مالي فساد کې ښکېل شوی و.
ورزش او اخلاق
د مسلمانانو لپاره په ټوله کې د ښو اخلاقو لارښوونه او سپارښتنه شوې ده، ځکه زموږ پېغمبر د غوره اخلاقو څښتن و او له غوره اخلاقو سره نړۍ ته رالېږل شوی و.
اسلام د غوره چلند سپارښتنه کړې ده او همدا علت دی چې د اسلام د ظهور په وخت کې د پېغمبر ع او صحابهوو د غوره اخلاقو په وجه ډلې، ډلې خلک د اسلام په دایره کې داخل شول.
نو اوس مسلمانانو ته پکار ده چې په عام ژوند کې خورا پیاوړي اخلاق ولري.
بیا د ورزش برخه کې هر ورزش د اخلاقو کوډونه لري او لوبغاړي مکلف دي، چې له هغوی څخه سرغړونه ونه کړي.
مثلا لفظي شخړې، ښکنځلې، وېکټې غورځول، توپ د قانون خلاف غورځول، ګواښ کول او همدارنګه په فساد کې ښکېل کېدل د کرکټ اخلاق نه ایجابوي.
که کوم لوبغاړی له اصولو سرغړونه وکړي له ستونزو سره مخ کېږي او کرکټ بورډونه د کرکټ نړیواله شورا او محکمې ورسره د جرم په نسبت چلند کوي او جزا ورکول کېږي.