شهزاد محمدي ۳۴ کلن سو؛ دلته مو یې لوبو ته کتنه کړې

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه توپوهونکی او ویکټ ساتونکی شهزاد محمدي نن پنجشنبه ۳۴ کلن شو، چې هغه ۳۴ کاله وړاندې د جون میاشتې په لسمه نېټه د هیواد په ننګرهار ولایت کې زېږېدلی.

افغان کرکټ بورډ شهزاد محمدي ته د کلیزي مبارکي ویلې او ددې ریکارډ یادونه یې کړې:

 

«د افغانستان چټک توپ وهونکي او ویکټ ساتونکي محمد شهزاد ته دې ۳۴مه کلیزه مبارک وي. شهزاد د ۲۰۱۸م کال اسیا جام لوبو په لړ کې د هندوستان هېواد پر وړاندې په پنځوس اوریزه لوبه کې سلیزه جوړه کړې وه چې په دې سره هغه لومړنی افغان لوبغاړی شو چې د هند پر وړاندې په نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې یې د لومړۍ سلیزې ترسره کولو اعزاز ترلاسه کړ.»

 

https://www.facebook.com/AfghanistanCricketBoardOfficial/photos/a.1592613244326601/2957957941125451/?__cft__[0]=AZWmVU2MTsS_dGKtYfM_2QQ575QpiuVwyysspOt01IIqf2ykCoXJMCRJpELKfsmz_wtHn3USysCCPX91UHCFfrPcL1l19SfllTJhY7zKwCILJczSE8l8bbj5tQL1yIY9gx1dHT_ppOL1Icptzhi2owd2&__tn__=EH-R

 

د شهزاد محمدي لوبې

 

شهزاد محمدي خپل کریېر کې ۱۵۱ لوبې کړي او ۴۷۳۲ منډې جوړې کړې دي. د شهزاد په لوبو کې ۷ سليزې او ۲۶ پنځوسیزې شاملې دي.

دی په ۲۰۰۹ کال کې ملي لوبډلې ته راغی او خپله لومړۍ يو ورځنۍ لوبه یې د هالنډ پر وړاندې په ۲۰۰۹ کال کې وکړه.

شهزاد محمدي خپله لومړۍ شل اووریزه لوبه په ۲۰۱۰ کال کې د ايرلنډ او لومړي ټېسټ لوبه یې په ۲۰۱۸ کال کې د هند پر وړاندې وکړه.

نوموړي خپله وروستۍ يو ورځنی لوبه په ۲۰۱۹ کال کې د سرېلانکا، وروستۍ شل اووریزه لوبه په ۲۰۱۸ کال کې د اېرلنډ او خپله وروستۍ ټېسټ لوبه د همدې لوبډلې پر وړاندې په ۲۰۱۹ کال کې وکړه.

شهزاد محمدي تر اوسه دوې ټېسټ، ۸۴ يو ورځنۍ او ۶۵ شل اووریزې نړيوالې لوبې کړې دي، نوموړي په ټېسټ لوبو کې ۶۹، په يو ورځنيو لوبو کې ۲۷۲۷ او په شل اووریزو لوبو کې یې بيا ۱۹۳۶ منډې جوړې کړې دي.

دغه‌راز په ټېسټ لوبه کې نوموړي تر ټولو زياتې منډې ۴۰، په يو ورځنيو لوبو کې تر ټولو زياتې منډې ۱۳۱ او په شل اووریزو لوبو کې یې تر ټولو زیاتې منډې ۱۱۸ دي.

شهزاد محمدي په يو ورځنيو لوبو کې تر ټولو زياتې منډې چې ۱۳۱ دي، د هند ملي لوبډلې پر وړاندې جوړې کړې دي.

د يو ورځنيو لوبو له نړيوال جام وروسته چې په ۲۰۱۹ کال کې په انګلستان کې وشو، پر نوموړي د يو شمېر مسايلو له کبله بندیز ولګېد، خو اوس پر شهزاد محمدي دا بنديز پای ته رسېدلی.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.