د هندوستان د کورني کرکټ لوبغاړی بیسیل ټامپي، چې د یولسم پړاو «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د سنرایزرز حیدر اباد لوډلې سره لوبیږي، په دغه لیګ کې د خپل بدترینه بالینګ سپیل ریکارډ ثبت کړ.
نوموړي د رایلز چیلینجرز بنګلور لوبډلې خلاف په مهمې سیالۍ کې ۴ اورونه ترسره کړل، چې پکې د مقابل توپ وهونکو د کلکو ګوزارونو سره مخ شو.
ټامپي په ۴ اورونو کې د هیڅ کوم لوبغاړي په سوځولو سره ۷۰ منډې ورکړې او د «IPL» سیالیو په تاریخ کې یې بد ترین بالینګ نندارې ته وړاندې کړ.
د حیدر اباد لوبډلې دغه لوبغاړی د روان یولسم پړاو سیالیو کې په خپلو لمړیو لوبو کې ښه و ځلید، خو د بیګا شپې په سیالۍ کې ترې د بنګلور توپ وهونکو د تیرو لوبو زور هم وویست.
ټامپي په سیالۍ کې د افریقايي «اي بي ډيویلیرز» او انګلستاني «معین علي» سره مخ و، چې د نوموړي په هر بال یې مسلسل ګوزارونه د شپږیزو او څلوریزو سره مخ وو.
له دې وړاندې په ۲۰۱۳ م کال کې د هندوستان د کورني کرکټ په مشهوره «IPL» سیالیو کې هندي تیز بالرایشانت شرما د بد ترینه بالینګ ۶۶ منډو ورکولو سپيل ثبت کړی و او ورپسې بل هندي تیز بالر اومیش یادو د ۶۵ منډو ورکولو سره دویم، ۲۰۱۴ م کال کې سندیپ شرما د ۶۵ منډو په ورکولو دریم، په ۲۰۱۳ م کال کې اشوک ډینډا د ۶۳ منډو په ورکولو څلورم او په ۲۰۱۲ م کال ویرون ارون د ۶۳ منډو په ورکولو سره د لمړي ځل لپاره د بد ترین بالینګ سپیل ننداره وړاندې کړې وه، خو اوس بیسیل ټامپي د ۷۰ منډو په ورکولو سره له ټولو بالرانو څخه وړاندې شو.
د هندوستان د کورني کرکټ په «IPL» سیالیو کې هر کال د بالرانو لپاره بدې ورځې وي، ځکه چې د کرکټ نړۍ پیاوړي برید کونکي لوبغاړي پکې راټولیږي او هم د لوبې لپاره د بیټینګ یا توپ وهنې پیچونه زیات وخت سازګاره وي، چې د بالرانو سره کوم خاص ډول مرسته نه کوي.