ملګري ملتونه وایي باید په لوړه کچه د افغانستان د سولې خبرې چټکې کړل شي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشرې دیبورا لاینز د ملي مصالحې عالي شورا له رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سره کتلي دي او ټینګار یې کړی چې روان تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ دی او باید د سولې خبرې چټکې کړل شي.
د نوموړې په خبره ددې جدي اړتیا ده چې په لوړه کچه د سولې خبرې چټکې کړل شي او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره اغېزناک ګامونه اوچت شي.
نوموړې د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره هم کتلي دي او ژمنه یې کړې چې ملګري ملتونه به په افغانستان کې خپل ماموریت ته ادامه ورکوي او هڅه کوي د سولې په راتګ کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي.
لاینز په افغان سوله کې د سیمې د هېوادونو همکاري هم اړینه بللې ده.
په ورته وخت کې نړیوال بانک له افغانستان سره د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.
د نړیوال بانک مرستیال هارتویګ شیفر ویلي چې دغه بانک به په بېلو برخو کې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
نوموړي دا څرګندونې د ملي مصالحې عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې کړې دي.
د یادې شورا د معلوماتو له مخې، عبدالله نن د جنوبي اسیا په چارو کې د نړیوال بانګ له مرستیال هارتویک شیفر سره په سپیدار ماڼۍ کې کتلي دي او په دې لیدنه کې دواړو لورو د سولې په پروسې او افغانستان سره د نړیوال بانک پر همکاریو خبرې اترې کړې دي.