د هېروپانتي فلم دويمه برخه په روسيې کې فلمبرداري کېږي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د هيروپانتي فلم دويمه برخه هم ټايګر شروف جوړوي.

هيروپانتي فلم د جګي شروف د زوی ټايګر شروف لومړنی فلم وو چې کيسه يې تر ډېره رومانټيکه وه او اکشن صحنې يې هم درلودلې، دا فلم په ۲۰۱۴ز کې ريلېز سو او ښځينه ادارکاره يې کرېتي سانون وه.

تر هماغه فلم وروسته ټايګر اکشن فلمونو ته مخه کړه چې د باغي فلمونو لړۍ او وار فلم يې مثالونه دي.

خو د هيرو پانټي۲ د فلم ډايريکټر احمدخان غواړي ددې فلم دويمه برخه هم جوړه کړي پداسې حال کې چې د شوټينګ چارې يې په مارچ مياشت کې پيل کړيدي.

اوسمهال د فلم ټول ټېم د ټايګر او نوازالدين صديقي په ګډون د کرونا وېروس واکسين لګولی دی او اماده دي چې د روسيې په طرف حرکت وکړي.

د هيروپانتي ۲ فلم لپاره به د شوټينګ يوه برخه د روسيې په پلازمېنه مسکو کې ترسره سي او بيا به له هغه ځایه د روسيې دويم لوی ښار سنپترزبورګ ته ولاړ سي او پاتې برخې به يې هلته جوړي کړي.

ددې فلم موسيقي د اسکار جايزې ګټونکي اې ار رحمن جوړه کړې،شاعري د محبوب په غاړه ده او ښځينه رول کې يې تارا سوتاريا اخيستې.

د لومړنيو خبرونو پر اساس ويل کېدله چې دا فلم به د راتلونکې جولای مياشتې په ۱۶مه نېټه ريلېز سي خو ددې باوجود چې کرونا وېروس يې د شوټينګ چارې وځنډولې ورسره يې د فلم د خپرېدو نېټه هم نده په ډاګه.

ددې فلم لومړنی پوسټر د روان کال په فيبروري مياشتې کې خپور سو.