افغانه سندرغاړې غزال عنايت وايي چې هيڅوک زموږ د هنر مخه نسي نيولای.
غزال چې د سندرو ويلو تر څنګ ښايسته څېره هم لري اوس له هيواده لېري په ترکيې کې ژوند کوي.
دې د امريکا ږغ اشنا ټلوېزيون سره په مرکه کې ويلي چې په افغانستان کې يې ژوند د ګواښ سره مخ وو نو ځکه يې ترکيه هيواد د ژوند لپاره وټاکی .
غزال عنايت داهم وايي چې همدلته به خپلو هنري فعاليتونو ته ادامه ورکوي او تر هغو پورې افغانستان ته نه ځي چې عمومي امنيت يې تامين سوی نه وي.
دې خپله وروستۍ سندره اته مياشتې وړاندې د افغانستان په فوټبال پرېمرلېګ کې وويله او تر هغه وروسته افغانستان ته رانغله.
عنايت وايي په افغانستان کې مې ژوند تر تهديد لاندې وو،که څه هم ډېر کنسرتونه مې په وړاندې درلودله خو د ژوند په خاطر مې هماغه خوبونه په اوبو لاهو سوه، او ټول کنسرتونه مې لغوه کړه.
دا وايي د سټډيو جوړلو چارې مې په ترکيې کې پيل کړيدي او ډېر ژر به پرانيستل سي.
ددې په باور که طالبان په زور او ياهم د حکومت سره په شريکه واک ته ورسېږي نسي کولای چې د بيان ازدي او د روښنايۍ ږغ خاموشه کړي،ددې په خبره طالبان د ازادۍ د بيان او موسيقۍ سره هيڅکله جوړ نه راځي او نه هم موږ ترې دا هيله لرو،خو په همدې حالت کې د هنرمندانو ټولنه هيڅکله د طالبانو تر تاثر لاندې نه راځي.
غزال وايي لکه څنګه چې يو سرتېری د جګړې په ډګر کې د خپل سره په بدل مبارزه کوي، يو شاعر په خپل شعر سره او همدارنګه يو ليکوال په خپل قلم سره مبارزه کوي ،هنرمندان او سندرغاړې به د خپلې موسيقۍ له لارې مبارزه کوي او د خپلو هيوادوالو ملاتړ به کوي.
غزال عنايت يوازنۍ افغانه سندرغاړې ده چې په انسټاګرام کې تر نورو ښځينه سندرغاړو ډېر تعقيب کوونکي لري، چې شمېر يې ۱.۲ ميليونه ته رسېږي.
دا د سندرو ويلو ترڅنګ د سندرغاړو لپاره شعرونه هم ليکي،په پښتو او دري ژبو سندري وايي.
غزال په کابل کې زېږېدلې ده خو اصلا د لغمان ولايت اوسېدونکې ده او اوس د ۳۱ کالو په عمر ده.