راټولونه
زیاتره کسان د پرېشانۍ پر مهال د لاسونو لړزه لري او ځینې کسان بیا پرته له پرېشاني. د لاسونو لړزېدل بېلابېل ډولونه او لاملونه لري چې په دې لیکنې کې ټولو ته اشاره شوې ده.
د لاسونو لړزه او خوځښت په داسې حال کې چې د انسان په کنټرول نه وي په طبي اصطلاح یې د ناروغۍ نوم د لاسونو لړزه نومېږي. د لاسونو یا د بدن نورو غړو لړزېدل یوه عصبي ناروغي یا ګډوډي ده، چې په متفاوته بڼه د انسان پر ورځنيو چارو او روان هم اغېزې لري.
د لاسونو لړزه یا رېږدېدل یوه عصبي ناروغي ده، ځینې هغه عصبي ناروغۍ چې د لاسونو د لړزېدو لامل ګرځي په لاندې ډول دي:
مولټېپل سکلورېزس: د دې سره ډېري خلک د لړزې ځینې حالتونه لري. دا لړزه اکثرا هغه وخت پېښیږي کله چې ناروغي د مرکزي عصبي سیسټم په لارو کې اغېزمن رول درلودلی وي.
د مغز سکته: دا ناروغي په عصبي ټولګي کې تر ټولو خطرناکه ناروغي ده، د مغز سکته هغه وخت پېښیږي کله چې مغز ته د وینې جریان کې د وینې خنډ رامنځته شي. دا حالت عصبي لارو ته د تلپاتې زیان لامل کېږي او د بدن د غړو د رېږدېدو یو لامل کېږي.
عصبي رنځ: دماغ ته جسمي زیان کولی شي د همغږئ حرکت کې دخیل اعصابو ته زیان ورسوي، کله چې نوموړې ناروغۍ پر اعصابو اغېزه کوي نو سمدلاسه دا د لاسونو درېدېدو لامل کیږي.
د پارکېنسون ناروغي: د عصبي ناروغۍ په برخه کې د ۲۵ سلنه څخه زیات وګړي په دې ناروغۍ اخته دي، دا ناروغي په هغه وخت کې د لاسونو د رېږدېدو لامل کېږي چې د انسان احساسات راوپارېږي، یا هم په ساده ژبه پرېښانه او افسرده شي، په غوسه شي، یوه پېښه وشي چې د خفګان لامل شي.
ځینې درمل هم د داسې ناروغیو لامل کیږي، لکه امفاتین، کافېین، کورتیکو.
که چېرته ستاسې په کورنۍ کې داسې کسان وي، یا هم خپله په دې ناروغي اخته یاست نو یو وړ روغتیایي ډاکټر ته مراجعه وکړئ، ځکه راتلونکې کې دا ستونزه نوره هم ډېرېدلی شي نو ښه ده چې مخنیوی وشي.