د کرکټ په نړۍ کې د افغان لوبغاړو ترڅنګ د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه تکړه کرکټ لوبغاړي لوبېږي، د دغو لوبغاړو په منځ کې ځېنې چې لا هم په نړیوال او یا هم سوداګریزونو لیګونو کې لوبېږي، دغو لوبغاړو کې هغه لوبغاړي درپېژنو، چې تر ټولو یې زیاتې وېکټې واخیستې.
جېمز انډرس
د انګلستان چټک ښي لاسی توپ اچوونکی دی چې په ۲۰۰۲ کې د انګلستان لوبډلې ته راغلی دی.
ده په ټول کرکټ کې د انګلستان لپاره ۹۰۱ وېکټې ترلاسه کړي او په فعالو کرکټ بالرانو کې لومړی دی.
سټورټ براډ
دی د انګلستان چټک توپ اچوونکی دی، چې په ۲۰۰۶ کې د انګلستان لوبډله کې شامل شو او په دې لړ کې یې ۷۶۰ وېکټې ترلاسه کړي دي او دویم بالر دی.
هاربجن سېنګ
دی د هندوستان اف برېک توپ اچوونکی دی، چې په ۱۹۹۸ کې لوبډلې ته راغلی دی.
ده په ټول نړیوال کرکټ کې ۷۱۱ وېکټې ترلاسه کړي دي.
ډیل سټین
د افریقا چټک توپ اچوونکی دی، دی په ۲۰۰۴ کې د سویلي افریقا کرکټ لوبډلې ته راغلی دی، ۶۹۹ وېکټې ترلاسه کړي دي او په اوسنیو کرکټرانو کې څلورم نمبر دی.
راوي چندرن اشوېن
په ۲۰۱۰ کې د هندوستان لوبډلې ته راغلی دی، نوموړي په ټول نړیوال کرکټ کې ۶۱۱ وېکټې ترلاسه کړي دي.
ټېم سوتي
د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلې چټک توپ اچوونکی دی، دی په ۲۰۰۸ کې د نیوزیلېنډ لوبډلې ته راغلی دی. ده په نړیوال کرکټ کې ۵۹۱ وېکټې ترلاسه کړي دي.
شکېب الحسن
شکېب الحسن په ۲۰۰۶ کې ملي لوبډلې ته راغلی دی، شکېب چې د نړۍ په کچه یو بهترین الراونډر دی، ده په نړیوال کرکټ کې ۵۶۸ وېکټې اخیستي دي.
لسېت ملېنګا
په ۲۰۰۴ کې ملي لوبډلې ته راغلی دی، ده په ۵۴۶ وېکټې ترلاسه کړي دي او په فعالو لوبغاړو کې یې زیاتې وېکټې اخیستي دي.
ټرېنټ بولټ
ټرېنټ بولټ په ۲۰۱۱ کې ملي لوبډلې ته راغی، ده تر دې دمه په نړیوال کرکټ کې ۴۹۶ وېکټې ترلاسه کړي دي.
مېچل سټارک
سټارک په ۲۰۱۰ کې لوبډلې ته راغلی دی، ده په تېرو ۱۱ کلونو ۴۸۶ وېکټې ترلاسه کړي دي.
راشدخان چې په ۲۰۱۵ کې لوبډلې ته راغلی دی، تر دې دمه یې په نړیوال کرکټ کې د افغانستان لپاره ۱۴۴ وېکټې اخیستي دي.