د هندوستان د کورني کرکټ په مشهوره «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو یولسم پړاو کې نن شپه د سنرایزرز حیدر اباد لوبډله د ستونزو سره مخ رایلز چیلنجرز بنګلور لوبډلې خلاف د سیالۍ ډګر ته ځي.
د دواړو لوبډلو ترمنځ سیالي د بنګلور لوبډلې لپاره ځکه برخلیک ټاکونکې ده، چې په بایللو سره د بنګلور لوبډله په دغه بهیر کې د مخکې تګ پر ځای کور ته ستنیږي.
د یولسم پړاو «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالۍ وروستي پړاو ته نږدې شوې دي، چې پکې دوه لوبډلې د سنرایزرز حیدر اباد او چینايي سوپر کینګز دویم پړاو ته رسیدلي دي، خو د دوه نورو لوبډلو د مخکې تګ لپاره ۵ لوبډلې په سختې سیالۍ کې مخامخ دي.
راجستان، کلکته، ممبيي او پنجاب لوبډلې له دې وروسته د خپلې پاتې یوې سیالۍ په بایللو سره د لیګ څخه بهر کیږي.
بنګلور لوبډله چې پکې د هندۍ ملي لوبډلې لوبډلمشر «ویرات کوهلي» او د جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې بې رحمه توپ وهونکی «اي بي ډيویلیرز» شتون لري، دوه نورې سیالۍ هم لري، چې د هغې په ګټلو او د اوسني لوړ سټرایک ریټ په درلودلو سره دویم پړاو ته د ورتګ یو څه زیات چانس لري، خو د ننۍ لوبې په بایللو سره د روان پړاو څخه بهر کیږي.
په ننۍ لوبه کې بنګلور لوبډله د ویرات کوهلي او ای بي ډیویلیرز شتون ته امیدونه لري، خو پر وړاندې یې ليټل ګوګلي ماسټر افغان راشد خان د حیدر اباد لخوا مقابله کې دی، چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به سیالۍ هم زیاته جالبه وي.
افغان لوبغاړي راشد خان د بنګلور خلاف په تیره سیالۍ کې هم ښه ځلیدلی و، چې د توپ اچونې پرمهال یې د ویرات کوهلي او مندیپ سینګ د کیچونو ډراپ کیدو سره سره د اي بي ډیویلیرز ویکټ ترلاسه کړې وه.
د دواړو لوبډلو ترمنځ سیالي د افغانستان پر وخت د ماښام په ۷ بجو سره پیلیدونکې ده، چې پکې د کرکټ افغان مینه وال د محمد نبي عیسی خیل لوبیدو ته هم سترګې اړوي.