د کرکټ نړیوالې شورا لخوا په ۲۰۰۷ کې د شل اوریزو لوبو په نوم لوبې رامنځته شوې او په همدې کال یې لومړی پړاو نړیوال جام هم په سویلي افریقا کې ترسره شو.
ایم ایس ډوني
مهېندرا سېنګ ډوني چې په ۲۰۰۷ کې د هندوستان لوبډلې لوبډلمشر شو، نو لومړی ځل یې نړیوال جام کې لوبډله په اتلولۍ ونازوله.
د ۲۰۰۷ کال پایلوبه د پاکستان او هندوستان ترمنځ ترسره شوه، هندوستان د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره د ګاتم ګمبیر د ۷۵ منډو په مرسته ۱۵۷ منډې وکړې.
پاکستان په ۱۹ اعشاریه ۳ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره د مصباح الحق د ۴۳ منډو په مرسته ۱۵۲ منډې وکړې او لوبه هند په ۵ منډو وګټله.
یونس خان
په ۲۰۰۹ کې د پاکستانۍ لوبډلې لوبډلمشر و او انګلستان کې یې نړیوال شل اوریز جام وګاټه.
پاکستان، سریلانکا ته ماته ورکړې وه، سریلانکا د لوبډلمشر سنګاکارا د ۶۴ منډو په مرسته ۱۳۸ منډې وکړې.
پاکستان په نولسم اوور کې د شاهد افریدي د ۵۴ ناسوځېدلو منډو په مرسته هدف پوره کړ او سریلانکا ته یې په ۸ وېکټو ماته ورکړه.
یونس خان پښتون لوبغاړی و او د مردان اوسېدونکی دی.
پال کالېنګ ووډ
د ۲۰۱۰ کال نړیوال شل اوریز جام په ویسټ انډیز کې ترسره شوه، چې پایلوبه کې انګلستان، اسټرالیا ته ماته ورکړه او اتلولي انګلستان وګټله.
په دې کال پال کالېنګ ووډ د انګلستان لوبډلمشر و، اسټرالیا ۱۴۷ منډې کړې وې، چې انګلستان په اوولسم اوور کې د درې لوبغاړو په سوځېدو سره د کرېګ کی سوېټر د ۶۳ منډو په مرسته پوره کړ او لومړی ځل اتلولي انګلستان خپله کړه.
ډېرین سمي
۲۰۱۲ کې نړیوال جام په سریلانکا کې ترسره شو، چې ویسټ انډیز پایلوبه کې سریلانکا ته ماته ورکړه او اتلولي ویسټ انډیز ترلاسه کړه.
ویسټ انډیز په شل اورونو کې د مارلن سمیولس د ۷۸ منډو په مرسته د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۷ منډې وکړې.
سریلانکا په ۱۸ اعشاریه څلورو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۰۱ منډې وکړې او لوبه په ۳۶ منډو ویسټ انډیز وګټله.
سونېل نرېن درې، ډېرین سمي دوه، سمیول بدري، ریوي رامپال او سمیولس یوه، یوه وېکټ ترلاسه کړه او د سریلانکا دوه لوبغاړي رن اوټ شول.
د لوبې غوره لوبغاړي جایزه مارلن سمیولس ترلاسه کړه.
لسېت ملېنګا
په ۲۰۱۴ کې پنځم پړاو نړیوال جام په بنګله دېش کې ترسره شو، چې پایلوبه کې سریلانکا، هندوستان ته ماته ورکړه.
په پایلوبه کې هندوستان په شل اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره د ویرات کولي د ۷۷ منډو پرمټ ۱۳۰ منډې وکړې.
سریلانکا د اتلسم اوور په لومړي توپ هدف پوره کړ، سنګاکارا پکې ۵۲ ناسوځېدلې منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی شو.
ډېرین سمي
۲۰۱۶ کې نړیوال جام په هند کې ترسره شو، چې پایلوبه کې ویسټ انډیز، سریلانکا ته ماته ورکړه او د دویم ځل لپاره یې شل اوریز جام وګاټه.
دا مهال هم لوبډلمشر ډېرین سمي و.
انګلستان د جو روټ د ۵۴ منډو په مرسته ۱۵۵ منډې کړې وې.
ویسټ انډیز یاد هدف په وروستي اوور کې د مارلن سمیولس د ۸۵ ناسوځېدلو منډو په مرسته پوره کړ او اتلولي ویسټ انډیز وګټله.
د وروستي اوور په لومړیو څلورو توپونو کارلوس برېتوېټ په بېن سټوکس ۴ شپږیزې سر په سر ووهلې.
سږ کال هم نړیوال جام ترسره کېږي او ویسټ انډیز بیا هم ګواښ کړی، چې د درېیم ځل لپاره هم نړیوال جام ګټي.