اصغر افغان او د حشمت شهیدي په وړاندې ننګونې 

آبي رنګه تجريدي ډیزاین

کرکټ بورډ د مې په ۳۱ مه د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان له لوبډلمشرۍ لېرې شو او پر ځای یې په یو ورځنیو او ټېسټ لوبو کې حشمت الله شهیدي لوبډلمشر شو.

له هغه سره یې مرستیال رحمت شاه زرمتی ټاکلی او د شل اوریزو لوبو مرستیال لوبډلمشر لا هم راشدخان دی.

ښایي د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر هم ډېر ژر وټاکل شي.

د اصغر افغان لوبډلمشري او د خلکو تاثر

اصغر افغان له ۲۰۱۵ کال راهیسې د لوبډلې لوبډلمشرۍ ته راداخل شو، د ده لوبډلمشري ځکه بریالۍ وه، چې افغان لوبډله اوس د پوخته ګۍ حالت ته رسېدلې وه؛ خو مقابل کې یې ایرلېنډ، زِمبابوې، سکاټلېنډ، عربي متحده امارات، نېپال، بوتان، کاناډا او نورې لوبډلې وې.

ټول افغانان دا یقین لري چې دغه پورته ذکر شوې لوبډلې د افغان لوبډلې د مقابلې نه دي او افغانستان کولای شي په اسانۍ سره یادې لوبډلې ماتې کړي.

همداسې ده هم؛ ځکه له ایرلېنډ او زِمبابوې یې ډېرې زیاتې لوبې وګټلې، چې اوس افغانانو ته له دغو لوبډلو سره د افغانستان لوبې عبث او بې خونده ښکاري.

ټول افغانان په دې آند دي، چې دا لوبډلې اوس افغانستان ته هېڅ هم نه دي.

افغانان له لوړو لوبډلو لکه پاکستان، هندوستان، سریلانکا، بنګله دېش، ویسټ انډیز، افریقا، انګلستان، اسټرالیا او

د اصغر افغان د لېرې کېدو په اړه د خلکو غبرګونونه

د کرکټ بورډ پر فیسبوک پاڼه زرګونه کسانو کمېنټونه کړي دي، ډېرو د اصغر د لېرې کېدو پرېکړه ستایلې ده، ډېرو دا هم ویلي چې باید له لوبډلې هم لېرې شي او پر ځای یې یو نوي لوبغاړي ته ځای ورکړل شي.

ځېنو بیا دا پرېکړه ناسمه بللې او ویلي یې دي، چې هسې نه بیا د نړیوال جام کیسه تکرار نشي او د افغانستان کېرېئر به تباه شي.

د حشمت الله شهیدي پر وړاندې ننګونې

حشمت الله شهیدي د یو ورځنیو او ټېسټ لوبو ښه لوبغاړی دی؛ خو ډېر زیات نه دی لوبېدلی.

نوموړی له نړیوال جام وړاندې د پاکستان پر وړاندې تمریناتي لوبه کې خورا مطرح شو او د زِمبابوې پر وړاندې ټېسټ لوبه کې یې دوه غبرګې سلیزې طلایي چانس شو.

خو ډېری لوبغاړو باندې به د ده زهر ونه چلېږي، کېدای شي ځېنې لوبغاړي یې په پرېکړو کې مداخلې وکړي او لوبډله بلې خواته بوځي.

اوس ټولو لوبغاړو ته پکار ده، چې د حشمت الله شهیدي ملا وتړي، په سپېڅلتیا سره یې ملاتړ وکړي او د کوزې پښتونخوا د خلکو په اصطلاح ډوګ بوګ ورسره ونه کړي.

ځکه د نړیوال جام پر مهال داسې ګنګوسې خپرې شوې، چې ګلبدین نایب سره کلیدي لوبغاړو لوبه نه کوله او ستونزه یې پراخه کړې وه.

اوس شهیدي ته پکار ده، چې لوبغاړو او د رهبرۍ غړو سره صمیمي چلند وکړي او هغوی هم باید، عینې یا ورته عمل تکرار کړي.

دلته باید ملي ګټې په پام کې ونیول شي او شخصي ګټې شا ته واچول شي.

د لویو لوبډلو پر وړاندې لوبې کول او لوبډلمشرۍ کې ځان ښودل د حشمت الله پر وړاندې بله ستره ننګونه ده.

که لوبډله خدای نا غوښته لوبې وبایلي؛ نو هم د لوبډلې او هم د لوبغاړو لوبئیز ځواک ته زیان رسېږي.

په نړیواله درجه بندۍ کې د افغان لوبډلې مقام ساتل بله ننګونه ده، چې شهیدي ورسره مخ شو.

د افغان کرکټ مینوالو له منفي او مثبت غبرګون سره مخ کېدل، بله ننګونه ده، چې حشمت ورسره مخ کېدونکی دی.

که لوبې وبایلل شي ډېر مینوال به حشمت کم وتلي یا وزن کړي او په دې ډول به خپل محبوبیت وبایلي.

نو د دې ټولو ننګونو پر وړاندې ښه مبارزه د لوبو ګټل دي، چې خورا ګرانه خبره هم ده.

موږ به د وطن لپاره دعا کوو، چې خدایه پر افغانستان ورحمېږې او حشمت الله شهیدي د افغان لوبغاړو په ملاتړ دومره وځلوې، چې نړیوال جام افغانستان ته راوړي او د راشدخان کوژده هم ترسره شي، ځکه هغه ویلي هغه وخت واده کوي، چې افغانستان یو ځل نړیوال جام وګټي.

نیوزیلېنډ سره د لوبو غوښتونکي دي او افغانستان اوس دغې برخې ته خورا نږدې دی.

روان کال کې افغانستان له لوړو لوبډلو سره لوبې پیلوي او تر ۲۰۲۳ پورې به دوام ولري.

اصغر افغان د ټیټو لوبډلو پر وړاندې بریالۍ لوبډلمشري وکړه، حتی د نړۍ په غوره لوبډلمشرانو کې یې ځان ثبت کړ، خپل کېرېئر یې په زرینو کرښو ولیکه؛ که څه هم ښه لوبغاړی نه و؛ خو د کوچنیو لوبډلو پر وړاندې یې ځان د یو بریالي لوبډلمشر په توګه مطرح کړ.

اوس وخت اصغر ته تر پخوا ډېره اړتیا وه?

افغان لوبډله اوس له ځواکمنو لوبډلو سره لوبې پیلوي او دې وخت کې اصغر افغان ته د رهبر په توګه سخته اړتیا وه، ځکه په لوبډلمشرۍ کې یې تجربه زیاته وه، په یو ډول نه یو ډول یې د لوبغاړو مُرال ساتلی و.

که اوس هم لوبډلمشر پاتې شوی وای نو دا به د افغان کرکټ لپاره ښه پرېکړه وه؛ خو د اصغر افغان د کېرېئر د تباهۍ پرېکړه به هم وه.

ځکه له اسټرالیا، نیوزیلېنډ، انګلستان، پاکستان، هندوستان او نورو لوبډلو څخه د لوبو ګټل موږ ته د خوب لیدل ښکاري.

خو بیا هم کرکټ یو څه داسې لوبه ده، چې ځېنې وخت یوه کوچنۍ لوبډله لویه لوبډله ماتولی شي.

که راتلونکي کې لوبډلمشر اصغر وای او افغانستان لوبې بایللې وای، نو د اصغر کېرېئر ته ډېر تاوان رسېده.

لوبډلمشري یې له خاورو سره خاورې کېده، د ګلبدین نایب په برخلیک اخته کېدو احتمال یې ۹۰ سلنه و.

نو دا مهال به اصغر افغان د هغو کرکټ مینوالو هم بدې راغلی وای، چې اوس ورسره ړنده او زیاته مینه لري.

که لوبې یې ګټلې وای، نو کېرېئر یې بیا لا زرین کېدای شوای، د هغو کرکټ مینوالو هم بیا د خوښې وړ ګرځېده، چې اوس ورسره کینه لري او بدې یې حسي.

په هرحال اصغر افغان ځان وکیښ او حشمت الله شهیدي یې یوې سترې ننګونې ته ورواچاوه.

کرکټ بورډ د مې په ۳۱ مه په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي دي.

«د بورډ د غړو د ګډې پرېکړې پر اساس ملي لوبډلې ته نوي لوبډلمشران معرفي شول

د افغانستان او زمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د لومړۍ ټیسټ لوبې په اړه چې د افغانستان کرکټ بورډ تحقیقاتي کمیټې کومې څېړنې ترسره کړې، د هغې له مخې دا جوته شوه چې د یادو سیالیو په لړ کې د افغان ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان ځینې پرېکړې د دې لامل شوې چې افغان لوبډله لومړۍ ټیسټ لوبه وبايلي.

د بورډ د غړو د ګډې پرېکړې پر اساس ملي لوبډلې ته نوي لوبډلمشران معرفي شول

د افغانستان او زمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د لومړۍ ټیسټ لوبې په اړه چې د افغانستان کرکټ بورډ تحقیقاتي کمیټې کومې څېړنې ترسره کړې، د هغې له مخې دا جوته شوه چې د یادو سیالیو په لړ کې د افغان ملي لوبډلې پخوانی لوبډلمشر اصغر افغان ځینې پرېکړې د دې لامل شوې چې افغان لوبډله لومړۍ ټیسټ لوبه وبايلي.

په همدې اساس د افغانستان کرکټ بورډ د غړو د ګډې پرېکړې پر اساس اصغر افغان د افغان ملي لوبډلې د لوبډلمشر په توګه له خپلې دندې څخه ګوښه، او پرځای یې د نړیوالو یو ورځنیو او ټېسټ لوبو لپاره حشمت الله شهیدي د لوبډلمشر او رحمت شاه زرمتی د مرستیال لوبډلمشر په توګه غوره شول. همدارنګه د شل اوریزو نړیوالو لوبو لپاره به ډیر ژر نوی لوبډلمشر معرفي او راشد خان به په یاد فارمټ کې د مرستیال لوبډلمشر په توګه پاتې وي».