څېړنې؛ وېښتان د خوب وخت پېژني

سپینه تجريدي ډیزاین
لیکنه او راټولونه

خوب د انسان په ژوند کې خوړو او اوبو په څېر خورا اړين دی، انسان په دوامدار ډول هره ورځ خوب ته اړتیا لري. خو د خوب اړتيا عمر ته په کتو توپیر کوي او هر انسان له خپل عمر سره سم باید په ټاکلې کچه خوب وکړي.

څېړونکو نویو زېږېدلو ماشومانو ته له ۱۴ تر ۱۷ ساعتونو پورې، تنکيو ځوانانو ته ۹ تر ۱۱ ساعتونو پورې او بالغ او لوړ عمر لرونکو انسانانو ته له ۷ نه تر ۹ ساعتونو پورې د خوب کولو توصیه کوي.

موږ ټول خوب ته د دې لپاره اړتیا لرو چې ځان ارام کړو او د ورځنۍ چارو ستړيا او نارامتیا د شپې پر مهال د خوب په کولو سره لرې کړو او د نوې ورځې د پیلېدو لپاره تيار اوسو.

خو په ورځني ژوند کې موږ ټول وينو چې که څو ورځې په پر له پسې توګه په يوه ټاکلي ساعت راويښ شو، په نورو ورځو که ساعت مو کوک کړی هم نه وي په هماغه ساعت بېرته راوېښېدلای شو.

په دې وروستيو کې په دې اړه څېړونکو ځينې څېړنې کړې دي او د خپلو څېړنو کې دې پایلې ته رسېدلي دي چې د وېښتانو فولیکولونه د انسان د خوب د وخت په اړه ډېر معلومات لري او کولای شئ زموږ د خوب د وخت په اړه ډېر خبرې او رازونه څرګند کړي.

څېړونکو موندلې چې د وېښتانو فولیکولونه د يوه څارونکي په څېر عمل کوي او د بدن د شپې او ورځې پر ساعتونو پوهېږي.

د وېښتانو فولیکولونه زموږ د خوب وخت تنظیموي او کېدای شي چې په راتلونکي کې د فولیکولي نسجونو په واسطه د هغو ناروغانو درملنه وشي چې له بې خوبۍ کړېږي.

سرچينې:

rooziato ويبپاڼه

Blogfa ويبپاڼه او

imna ويبپاڼه.