څېړنې؛ د سترګو رپېدل د ماغزو د ارامتيا لامل کېږي

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک
لیکنه او راټولونه

د سترګو رپېدل يو چټک عمل دی چې د لېمو يو ځای کېدو او جلا کېدو له امله رامنځته کېږي.

دا عمل د انعکاس عمل دی او په متوسط ډول د سترګو د رپېدلو عمل ۳۰۰ تر ۴۰۰ ميلي ثانیو پورې دوام کوي.

خو په ځینې حالاتو کې لکه هغه وخت چې په سترګو کې خاورې، دوړې او يا کوم بل زیان رسوونکي څیز ننوځي د سترګو رپېدل ډېرېږي او د انسان د ټول بدن ارامښت له منځه وړي خو د سترګو رپېدل بې شمېره ګټې هم لري چې په نننۍ لیکنه کې یې تاسو ته در په ګوته کوو.

د نړۍ د هر وګړی سترګه د ۲ نه تر ۱۰ ثانیو پورې لږ تر لږه يو ځل رپېږي. د دې ترڅنګ چې د انسان سترګه په طبیعي ډول رپېږي انسان کولای شي چې په اختیاري بڼه هم خپلې سترګې ورپوي.

د سترګو هر ځل رپېدل که په طبيعي بڼه وي او يا په اختیاري بڼه، سترګو ته ډېرې ګټې لرې، د انسان د سترګو د پاکېدو لامل کېږي او د سترګو هر ډول مېکروب له منځه وړي.

ترڅنګ یې د سترګو رپېدل د دې لامل کېږي چې سترګه مو لمده شي او سترګه مو له وچېدو څخه وژغوري.

د سترګو باڼه وړاندې تر دې چې سترګو ته مېکروبونه دننه شي مخه يې نيسي او نه پرېږدي چې سترګو ته مېکروب دننه شي نو له همدې امله د سترګو رپ وهل د سترګو د ساتنې دنده ترسره کوي.

د سترګو په اړه نوې ترسره شوې څېړنې ښيي چې د سترګو رپېدل د يو موټور په څېر عمل کوي. دغو څېړنو دا ثابته کړي دي چې د ورځې په اوږدو کې د انسان سترګې د سترګو د رپېدلو له امله ۴۴ دقيقې پټېږي او دا کړنه پر بدن ډېره اړینه اغېزه لري.

د سترګو رپېدل نه یوازې دا چې د سترګو ساتنه کوي د ماغزو او د سترګو د خوب او ارامتیا لامل هم کېږي.

که انسان د څو شېبو لپاره خپلې سترګې پټې کړي او بیا یې په پر له پسې توګه ورپوي دا کړنه د ماغزو د خوب لامل کېږي او سترګې او ماغزه یې په پوره کچه ارامتیا ترلاسه کوي.

که تاسو هم غواړئ چې ماغزه مو ارامښت ترلاسه کړي او په سمه توګه تمرکز وکړئ نو د ورځې په اوږدو کې ارومرو دغه ډول تمرين ترسره کړئ.