محب: پاکستان تر اوسه د رسمي اړیکو د نه پاللو خبره نه ده کړې

رنګین تجريدي ډیزاین

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وایي، له نوموړي سره د پاکستان د رسمي اړیکو د نه پاللو په اړه خپاره شوي راپورونه حقیقت نه لري. نوموړي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي، له پاکستانه د دا ډول غیر ډيپلوماټیک عمل تمه نه کیږي، تر اوسه پورې د پاکستاني حکومت له لوري افغان حکومت ته په دې اړه کوم رسمي څه نه دي رسېدلي.

محب زیاته کړې، کله چې دا خبر په رسمي توګه افغان حکومت ته ورسېد نو د خپلو ډیپلوماټیکو ادرسونو له لارې به یې ځواب ورکړي.

د ویلو ده چې پاکستان د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د وروستیو څرګندونو په اړه افغان حکومت ته د خپلې خواشینۍ پیغام استولی دی.

د راپورونو له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی له دې وروسته له حمدالله محب سره ديپلوماتیکې او رسمي اړیکې نه پالي او په سیاسي پرېکړو کې یې حضور نه مني.

پاکستاني لوري همدا راز د هغه خبرې د دولتونو ترمنځ د اړیکو د اصولو خلاف بللې دي.

پاکستاني سرچینې وايي چې په دې اړه جنرال باجوه هم خپله ګیله ولسمشر غني ته رسولې ده.

حمدالله محب څه موده وړاندې په ننګرهار کې د خپلو څرګندونو پر مهال پاکستان په افغانستان کې د څلوېښت کلنې جګړې تر شا وباله او ددغه هېواد پر سیاستونو او دوه مخي چلند یې سختې نیوکې وکړې.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي